د لاس رسي وړ اتصالات

سمیت او وارنر د ټګۍ په خاطر یو کال د کرکټ نه بند شول


د اسټرالیا او جنوبي افریقا دا لوبه افریقا وګټله
د اسټرالیا او جنوبي افریقا دا لوبه افریقا وګټله

کپتان سټیف سمیت او مرستیال یې ډیوډ وارنر د جنوبي افریقا سره په یوې لوبې کې د توپ د خرابولو هڅه کړې وه چې رسوا شول.

دا رسوایي د اسټرالیا د کرکټ په تاریخ کې تر ټولو بده وګڼل شوه.

د اسټرالیا کرکټ بورډ وایي چې مرستیال کپتان وارنر د بال خرابولو پلان جوړکړی و او یو لوبغاړې بینکرافټ ته یې ویلي و چې د ځان سره میدان ته ریګمال ته ورته یو شی یوسي چې توپ خراب کړي. دغه کار ته د کرکټ په اصطلاح (Ball Tampering ) ویل کیږي.

سمیت به تر دې وروسته هیڅ وخت د اسټرالیا د کرکټ ټیم کپتاني ونشي کړی. دغه کار د اسټرالیا ځوان لوبغاړي بینکرافټ کړی خو هغه اعتراف وکړ چې د کپتان او نورو لوبغاړو په سلا یې دا کار کړیدی. اوس هغه هم د نهو میاشتو لپاره د لوبې نه منع شوی.

د کرکټ په نړیوالو قوانینو کې د توپ خرابول سخته سزا لري. د توپ د خرابولو دغه ویډیو په سلگونو کسانو شریکه کړیده.

د کرکټ مینه والو او مبصرینو د اسټرالیا د کرکټ لپاره د ډیر خپگان او شرم وړ ورځ بللې ده.

اسټرالیا یو خبریال روهن کینولي په یوې مقالې کې لیکلي دي چې دا به د کرکټ په نړۍ کې د اسټرالیا حیثیت ته سخت تاوان ورسوي.

د کرکټ مبصرین وایي چې د اسټرالیا د کرکټ بورډ بندیزونه د نړیوالې شورا د بندیزونه نه زیات سخت دي او دا چې نړیوالې شورا هغومره اقدامات ندي کړي څومره چې په دا ډول پیښو کې تمه کیږي.

تر دې مخکې ځینو نورو مشهورو نړیوالو لوبغاړو لکه شاهد آفریدي، سچن ټنډولکر، فاف دوپلیسي، وسیم اکرم او نورو هم دا ډول کار کړی او سزاوې یې لیدلي دي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG