د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک د نړۍ د ګوزڼ ضد مبارزې مرکز ګرځېدلی دی


یونیسف وايي سږکال په افغانستان ې د پولیو نهه پېښې ثبتې شوي دي
یونیسف وايي سږکال په افغانستان ې د پولیو نهه پېښې ثبتې شوي دي

د ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یونیسف وايي چې پولیو یوازې په افغانستان او پاکستان کې ماشومان فلج کړي دي.

د یونیسف په اعلامیې کې راغلي "سږ کال د پولیو وایروس قضیې یواځې په پاکستان او افغانستان کې ثبت شوې دي. په ټوله نړۍ کې د پولیو وایروس ۱۴ قضیې موجودې دي، نهه په افغانستان او پنځه په پاکستان کې".

یونیسف وايي چې د کندهار د "سپین بولدک ښارګوټی د پولیو له منځه وړلو لپاره د
نړیوالو هڅو مرکزي ټکی دی". دا د پښتنو سیمه ده، داسې ښکاري چې پښتانه د ګوزڼ سره په مبارزې کې ډېر وروسته پاتې دي.

دا اداره وايي د ماشومانو د ګوزڼ د ختمولو لپاره د افغانستان او پاکستان د روغتیايي ډلو ترمنځ ګډو همکاریو او همغږۍ ته اړتیا ده.

اعلامیه وايي چې د جنوبي آسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ ییزې مشرې جین ګاوف وايي"حقیقت دا دی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د روغتیایي ټیمونو ترمنځ له همغږۍ پرته له منځه نشي وړل کیدای، همدا راز د پولیو د له منځه وړلو لپاره د سپین بولدک په څېر ځایونو کې د پولې دواړو خواوو ته د ټینګې همغږۍ اړتیا ده".

د یونیسف د شمیرو له مخې د روان عیسوي کال له جنوري راهیسې، له ۴۴۰۰۰ څخه زیات افغان ماشومان، چې له ۱۰ کلونو کم عمر لري، د پاکستان او ایران پر پولو باندې پرتو د واکسیناسیون په ۱۹ مرکزونو کې واکسین شوي دي.

دغه اداره وايي، افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي، چې ماشومان یې د پولیو په ویرویس د اخته کیدو له ګواښ سره مخ دي، د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۹ او په پاکستان کې ۵ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG