د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې بهیر څخه د سیمه ییز ملاتړ په هدف عبدالله ایران ته لاړ


عبدالله عبدالله روانه میاشت پاکستان او هند ته هم تللی و
عبدالله عبدالله روانه میاشت پاکستان او هند ته هم تللی و

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د سیمې هیوادونو ته د سفرونو په لړ کې د افغانستان د سولې بهیر ته د ملاتړ د جلبولو لپاره ایران ته لاړ.

د مصالحې عالي شورا د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۷) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ښاغلي عبدالله دغه سفر د تهران د رسمي مقاماتو په بلنه شوی دی.

ښاغلي عبدالله د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف او د ایران د اسلامي شورا د مجلس له رئیس محمد باقر قالیباف، سره له کتنو وروسته په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي چې ایراني مقاماتو د افغانستان د سولې له هڅو ملاتړ کړی دی.

عبدالله عبدالله، ویلي دي چې د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس په افغانستان کې سوله د سیمې د امنیت او سولې په ګټه ګڼلې او ویلي یې دي، ایران د هغه سولې نه چې د افغانستان "خپلواکي او د خاورې بشپړتیا" وساتي ملاتړ او پلوي کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ښاغلي عبدالله ته ویلي دي چې ایران په افغانستان او سیمه کې د سولې او ددې بهیر نه د اجماع د ترلاسه کولو د هڅو ملاتړ کوي.

عبدالله عبدالله د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ او سیمه ییزې اجماع پیاوړي کېدو په هدف روانه میاشت لومړی پاکستان او وروسته هند ته سفرونه وکړل.

ښاغلي عبدالله تر دې مخکې د افغان سولې بهیر څخه د سیمې هیوادونو ملاتړ مهم بللی و.

XS
SM
MD
LG