د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دې طالبان د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي ـ بهرنیو چارو وزارت


شاه محمود قریشي ویلي و چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وضعیت خرابولای شي
شاه محمود قریشي ویلي و چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وضعیت خرابولای شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د پاکستان په ګډون ټول نړیوال شریکان وسله وال طالبان د تاوتریخوالي کمولو، اوربند ټینګولو او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکولو برخه کې د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.

یاد وزارت تیره شپه د جنورۍ ۲۳ (سلواغې څلورمه) ویلي چې دې سره به د سولې معنا لرونکو خبرو او سیاسي توافق ته زمینه برابره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یادې څرګندونې د افغان سولې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د تیرې ورځې وینا ته په ځواب کړي دي.

شاه محمود قریشي په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی وضعیت خرابولای شي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان حکومت د څه باندې شپږ زره طالب بندیانو په خوشي کولو سره د اوربند ټینګېدو او سولې خبرو کې د ګډون لپاره لازم اقدامات تر سره کړي دي.

بیان زیاتوي چې وسله والو طالبانو نه دا چې د تاوتریخوالي کمولو برخه کې پر کړو ژمنو عمل نه دی کړی، بلکې تاوتریخوالی یې نور هم زیات کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې بهیر کې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې سولې ته رسېدو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

یاد وزارت یو ځل بیا ټينګار کړی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جګړې ختمېدو لپاره د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

له دې سره هم مهاله د کابل په ګډون په یوشمېر نورو لویو ښارونو کې یوشمېر خبریالان،مدني فعالان او سیاسي شخصیتونه هم د چسپکي ماین چاودنو او وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي، خو مسؤلیت یې کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG