د لاس رسي وړ اتصالات

خبریالانو د ملاتړ سازمان: افغانستان کې د رسنیو ښځینه کارکوونکې له جدي کواښونو سره مخ دي


 افغانستان له خبریالانو ملاتړسازمان اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په نهو ولایتونوکې په رسنیو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه کوي.(عکس ارشیف).
افغانستان له خبریالانو ملاتړسازمان اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په نهو ولایتونوکې په رسنیو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه کوي.(عکس ارشیف).

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې مارچ اتمې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو په وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ښځینه خبریالانې د رسنیز چاپیریال څخه په بشپړه توګه د حذف کیدو د ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ مارچ اووم ( کب ۱۷) په یوه اعلامیه کې ویلي چې سږکال په داسې حال کې د مارچ اتمه را رسېږي، چې افغانې خبريالانې له درېو پرله ‌پسې کلونو راهیسې د طالبانو د محدیدیتونو او سختو قوانینو تر سیوري لاندې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د طالبانو د تبعیضي سیاستونو له امله د هېواد په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ګډون کموالی د دې ښکارندویي کوي، چې دغه ډله هڅه کوي له رسنیز چاپېریال څخه ښځې په بشپړه توګه حذف کړي".

د افغانستان له خبریالانو ملاتړسازمان د اعلامیې له مخې وروستۍ شمېرې ښيي، چې اوسمهال په ټول دغه هیواد کې ۸۹۳ ښځې په رسنیو کې دندې ترسره کوي، چې دغه شمېرې د تېرو درېیو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

له دې شمېر څخه ۸۵۲ تنه د رسنیو اصلي کارکوونکي او ۴۱ نورې یې بیا په روزنیزو چارو کې بوختې دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په نهو ولایتونو بغلان، هلمند، لوګر، میدان وردګ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، ارزګان او زابل کې په رسنیو کې هېڅ ښځینه خبریاله فعالیت نه کوي.

خو دغه سازمان ویلي چې په پاتې ۲۵ ولایتونو بادغیس، بامیان، بدخشان، بلخ، پروان، پنجشیر، تخار، جوزجان، خوست، دایکندی، سرپل، سمنګان، غزني، غور، فاریاب، فراه، کابل،کاپیسا،کندوز، کندهار، کونړ، لغمان، ننګرهار، نیمروز او هرات کې لا هم ښځینه خبریالانې په رسنیزو کې په فعالیت بوختې دي".

د بې پولې خبریالانو د سازمان (RSF) د راپور له مخې په یو شمیر ولایتونو کې حتی په رسنیو کې د ښځو غږ خپریدل هم منع شوي دي. په تیر ۲۰۲۴ کال د خوست په ولایت کې یوه راډیوي خپرونه ددې له امله په موقتي ډول بنده شوې وه، چې د راډیو یوې ښځینه اوریدونکې ورته زنګ وهلی وو او د راډیو له لارې یې غږ خپور شوی وو.

دغه سازمان د یو راپور پراساس په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د نږدې دولس زره خبریالانو له ډلې، چې په دغه هیواد کې یې کار کوه نږدې اته زرو یې خپل مسلک پریښی دی.

دغه سازمان په دې راپور کې د ښځینه خبریالانو په اړه ویلي، چې په تیرو دوو کلنو کې شاوخوا ۸۰ فیصده ښځینه خبریالانو خپل کارونه پریښی دی.

ار ایس ایف په دغه راپور کې ویلي، چې د ۵۴۷ رسنیو څخه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې فعالیت کوه اکثره یې تړل شوي دي.

ددې سربیره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې په یو ګډ راپور کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې خبریالان، په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له سختو محدودیتونو او توپیرې چال چلند سره مخ دي، چې د هغوی پر مسلکي وړتیا یې ناوړه اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دغه ګډ راپور کې ویل شوي چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د بشري حقونو پر وړاندې یې ۳۳۶ پیښې مستندې کړي دي.

یوناما د نومبر ۲۶ (لېندۍ شپږم) "په افغانستان کې د رسنیو ازاد‍ۍ" تر سرلیک لاندې خپور شوي راپور کې د خبریالانو د خپلسرو نیولو، شکنجو، ناوړه چال چلند او ګواښونو په ګډون د سلګونو قضیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ددغه راپور له مخې، یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول بیا د روان کال د سپتمبر تر۳۰ نېټې پورې، په خپلسر د خبریالانو د نیولو ۲۵۶ پیښې، شکنجې او ناوړه چال چلند ۱۳۰ پیښې او د ګواښ یا ډارولو ۷۵ قضیې ثبت کړې دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس مهال د سانسور او معلوماتو ته د لاسرسي تر سختو محدودیتونو لاندې خپلې دندې ترسره کوي.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د رسنیو خپلواکۍ ته ژمن دي او رسنۍ باید د خپرونو پر مهال اسلامي او ملي ارزښتونو ته جدي پاملرنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG