د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړي ډول افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو په چلند ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي چې په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا په نیول شویو افغانانو کې خبریالان هم شامل دي.
دغه سازمان د پنجنشبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دوېیم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان پولیسو له خوا د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو غړو نیول کېدل، په دغه هېواد کې د کډوالو یو زړهبوږنوونکی او دردونکی وضعیت په ګوته کوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "پاکستاني پولیسو وړمه ورځ په اسلاماباد ښار کې یو افغان خبریال چې سازمان یې د امنیتي دلایلو له امله نوم نه څرګندوي، ونیوه او ورپسې تېره ورځ ناوخته د دغه هېواد پولیسو د ذکیه کاویان په نوم یوه افغان خبریاله نیولې ده".
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان دغو خبریالانو د نیولو په اړه ویلي چې دا دوه پېښې په پاکستان کې له افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو د ناانساني چلند څو بېلګې دي، خو له دې ورهغه خوا وضعیت تر دې هم ډېر ناوړه دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې د کوربه هېواد په توګه له جګړو او ناوړه امنیتي پېښو راکډه شویو افغان خبریالانو سره د انساني او بشري حقونو په پار نېک چلند وکړي".
دغه سازمان ویلي چې پر دې باور دی چې د خبریالانو نیول او ځورول له بیان ازادۍ د سرغړونې ترڅنګ د هغوی له ژورنالېستکي، ټولنیزو او انساني حقونو لویه سرغړونه ده.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د ذکیه کاویان او ټولو هغو افغان خبریالانو ملاتړ کوي چې د خپل سپیڅلي مسلک له وجې له خپل هېواد کډوه شوي او اوس په درېیمو هېوادونو کې له ننګونو او ستونزو سره مخ دي.
په اسلام اباد کې میشتو یو شمیر افغانانو ویلي چې پاکستاني پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره د هغوی د اوسیدانې او کار پرځایونو باندې د شپې له خوا چاپې زیاتې کړي دي. دغو کډوالو ویلي چې پولیس افغانان نیسي او دغه ښار سره نږدې د حاجي کمپ په سیمه کې د توقیف وروسته یې افغانستان ته ستنوي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د ایکس پر خپله پاڼه په جلا خبرپاڼو کې ویلي چې د تیرې یکشنبې د ورځې راهیسې د پنجشنبې د ورځې پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو د خوشې کیدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.
اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د وتلو مهلت
د بلې خوا ځینې افغان کډوال وايي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د اوسیدانې لپاره د پاکستان د پولیسو له خوا د اوسیدانې ټاکل شوې نیټې ته یوازې یوه اونۍ پاتې ده او دوی نه پوهیږي چې چیرته لاړ شي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ددغه هیواد کې د حکومتي چارواکو د معلوماتو پراساس په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې میشتو افغانانو ته چې د اوسیدانې قانوني ویزې نلري خبر ورکړی چې د فبرورۍ د روانې میاشتې تر ۲۸ ورځې دې له دغو ښارونو څخه نورو سیمو ته لاړ شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR)، دا خبرتیا په پاکستان کې میشتو افغانانو سره شریکه کړې او هم یې د خپل فیسبوک په پاڼه هم خپره کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په دې خبرتیا کې ویلي چې هغه افغانان چې په نورو ځایونو کې د بیا میشتیدو په تړاو لیکونه لري په دغو ښارونو کې د اوسیدانې وروستۍ نیټه د ۲۰۲۵ کال د مارچ د راروانې میاشتې ۳۱ ورځ ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي: " که چیرې تاسو اوس مهال په اسلام اباد او یا راولپنډۍ کې اوسیږئ یو این ایچ سي ار درته د اوسیدانې لپاره په بدلیلو ځایونوکې د اوسیدلو مشوره درکوي. که چیرې مو ددغه مهال ویش پرخلاف بله کومه خبره واوریده نو ژر به تاسو ته خبر درکړو".
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (کب اول) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته له دغه هیواد څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان تائید کړی، چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې افغان کډوال د اسلام اباد او پنډۍ له ښارونو او بیا به د ټول دغه هیواد څخه وایستل شي.
دغه سفارت د پاکستان د حکومت په دې پریکړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه سفارت مسئولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو ایستل او په دې هکله د پاکستان د یوې اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو او هغوی سره د ناسم چلند په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر څرګندونې ردې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه اعلامیه کې وویل چې د بهرنیو غیر قانوني کډوالو د ستنولو په اړه د طالبانو د شادرژدافیر سردار احمد شکیب له څرګندونو خبر شوی دی.
شفقت علي خان ویلي چې پاکستان د څو لسیزو راهیسې په باغزته ډول د افغانانو کوربتوب کړی دی او په پاکستان کې د میشتو بهرنیو کډوالو سره یې د درناوي له مخې چلند کړی دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه هیواد څخه د بهرنیو هیوادونو د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی او د پاکستان حکومت په دغه بهیر کې د کډوالو سره د هر ډول ناسم چلند مخنیوی کړی دی.
ددغه وزارت د وینا پراساس د طالبانو سره په دې اړه خبرې شوي ترڅو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر په منظم ډول تنظیم کړي.
شفقت علي خان په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی چې تمه لري چې طالبان به په افغانستان کې ښه شرایط رامنځ ته کړي ترڅو ستنیدونکي کډوال په ټولنه کې په بشپړ ډول مدغم شي.
پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې د اوسیدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دوېیم پړاو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغانان په پاکستان کې اوسیږي. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.
فورم \ دبحث خونه