د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان امنیتي پوځیانو شمیر نږدې یوولس سلنه کم شوی


سیګار: امنیتي ځواکونه د ۴۰۸ ولسوالیو نه په ۳۳۰ يي حاکمیت لري
سیګار: امنیتي ځواکونه د ۴۰۸ ولسوالیو نه په ۳۳۰ يي حاکمیت لري

د افغانستان د امنیتي ظرفیت لوړیدو او نظامي اقداماتو راپورونه په داسی وخت کې رسیږي، چې د امنیتي ځواکونو د کموالي راپور خپور شوی.

د فراغت پدې مراسمو کې چې د سه شنبې په ورځ (می۱) په کابل کې ترسره شوو، د کومانډو د قل اردو قوماندان جنرال بسم الله وزیري وویل د ځواکونو مورال قوي دی او حتی که طالبان سوله هم وکړي، د داعش په شمول شل نورې ترورستي ډلې فعاله دي چې باید وځپل شي.

د ملي امنیتي ځواکونو په صفوفو کې نوي مسلکي افسران پداسی وخت کې شاملیږي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره، سیګار وایې د ۲۰۱۷ په پرتله په ۲۰۱۸ کال کې د افغان امنیتي پوځیانو شمیر نږدې یوولس فیصده راکم شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت په مهمو عملیاتو کې د پرمختګ یادونه کړې
د افغانستان د دفاع وزارت په مهمو عملیاتو کې د پرمختګ یادونه کړې

راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۶ کال په نسبت تیر کال کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې کې هم نهه فیصده کموالی راغلی دی. خو په هوایي بمباری کې تلفات زیات شوې دي.

د سیګار په راپور کې، چې (د سه شنبې می۱) په ورځ خپور شوی، ویل شوي د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر یوولس سلنه کم شوی دی. د ټولو قواؤ شمیر٣٣۴ زره ټاکل شوی و، خو اوس ٢٩٠ زره پاتې دي او د ځواکونو مورال هم راټیټ شوی دی.

د سیګار د راپور پراساس، افغانستان ۴٠٧ ولسوالی لري، په شاوخوا شپیتو ولسوالیو طالبان واکمن دي، په ٥٦ سلنه، یعني ٢٣٠ ولسوالیو حکومت حاکمیت لري او په نورو تقریباً سلو ولسوالیو کې دواړه لوري نفوذ لري، او د جگړې تر تهدید لاندې دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت نن په رسمي اعلامیه کې د خپلو مهمو عملیاتو کې د پرمختګ یادونه کړې. اعلامیه کې ویل شوي چې ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د اپریل د دیرشمې نه تر می لمړۍ نیټې پورې، ۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز،۷۳ ځانګړي کوماندویي عملیات او ۱۰ هوایي بریدونه د جنګي یاغیانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په هدف د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې پیل کړي دي.

د دفاع وزارت وایي د پرون راهیسې يي په ۱۷ ولایتونو کې عملیات کړي
د دفاع وزارت وایي د پرون راهیسې يي په ۱۷ ولایتونو کې عملیات کړي

اعلامیه کې ادعا شوې چې ددی عملیاتو په ترڅ کې یې ۶۹ وسله وال ترهګر وژلي، ۳۹ نور ټپیان، یوتن نیول شوی او۳۰ کړۍ ډول ډول ماینونه کشف اوشنډ شوي دي. د دفاع وزارت په وینا دا مشترک عملیات د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، غزني، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، ارزګان، زابل، بلخ، تخار، بدخشان، فاریاب، کندز، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي.

XS
SM
MD
LG