د لاس رسي وړ اتصالات

دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدل؛ د اجنډا د توحید او ترتیب په اړه بحثونه شوي


د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په دوحه کې د دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو هر کلی دی
د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په دوحه کې د دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو هر کلی دی

په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لپاره تیره شپه د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي پلاوو د جنورۍ ۹ (مرغومې ۲۰) پر خپل ټویټر لیکلي چې یاده غونډه کې د اجنډا د توحید او ترتیب په اړه بحثونه وشول.

"نن ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو خواوو د مذاکراتو د اجنډا د توحید او ترتیب لپاره د دواړو هیأتونو د ټاکل شویو ګروپونو د تېری چهارشنبې د مجلس د پرېکړې پر اساس جلسه درلودله. په غونډه کې چې په ښه فضا کې تر سره شوه د اجندا د توحید او ترتیب په هکله بحثونه وشول او پرېکړه وشوه چې دغه ناستې به دوام مومي."

د دوی د معلوماتو په اساس پرېکړه شوې چې ورته ناستې به دوام پيدا کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوی په دوهم پړاو بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره د تیرې سې شنبې به ورځ دوحې ته ورسېد.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو په دوحه کې د دوهم پړاو مذاکراتو پیلېدو هر کلی دی.

امریکا او ملګرو ملتونو ویلي چې له رامنځته شوي فرصت څخه باید په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لپاره زیاته ګټه واخیستل شي.

ولسمشر غني هم د یادو مذاکراتو مثبتې پایلې ته هیله ښودلې ده.

ټولو لورو هیله ښودلې چې د دوهم پړاو مذاکراتو په پیلېدو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه او دواړه مذاکراتي پلاوي د اوربند پر سر هوکړي ته ورسیږي.

دوهم پړاو بین الافغاني مذاکرات پر داسې مهال پیل شول چې نن یکشنبه په کابل ښار کې په ماین چاودنه کې د افغانستان د عامه ساتنې تصدۍ د ویاند په ګډون درې تنه ووژل.

تر دا مهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG