د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې مېشت بهر ته تلوونکي افغان کډوال د ویزې د اسانتیا غوښتنه کوي


په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې یا ژر پای ته رسېږي، د کوربه هېواد د امنیتي ځواکونو  له خوا د نیول کېدو او شړلو له ګواښ سره مخ دي.
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې یا ژر پای ته رسېږي، د کوربه هېواد د امنیتي ځواکونو  له خوا د نیول کېدو او شړلو له ګواښ سره مخ دي.

په پاکستان کې مېشت بهر ته تلوونکو افغان کډوالو د جمعې په ورځ، جنورۍ ۲۴مه (سلواغې ۵مه)، د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې د بشري همدردۍ پر بنسټ دی، ورته په پاکستان کې د اوسیدنې د ویزو ترلاسه کولو شرایط اسانه کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو اجرائیوي فرمان له مخې په متحدو ایالتونو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرامونه وځنډول.

په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې یا ژر پای ته رسېږي، د کوربه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو او شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د افغان کډوالو د ملاتړ ډلې (یو اس رپ) غړی احمد شاه وایي، "موږ نه پوهېږو چې د امریکا د کډوالو پروګرام ځنډ به کله پای ته ورسيږي، خو له پاکستانه غوښتنه کوو چې زموږ د ویزو موده لږ تر لږه شپږ میاشتې وغځوي."

اوس وخت، په پاکستان کې شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (اس آی وي) په ګډون د بېلابېلو بشري پروګرامونو له لارې په متحده ایالاتو کې د میشتیدو په تمه دي.

د دې ترڅنګ، د هغو ۱۶۰۰ افغانانو د سفر پروګرام چې په امریکا کې د مېشتېدو اجازه ورکړل شوې وه، په متحدو ایالتونو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرامونو د ځنډولو د فرمان په اساس لغوه شوی دی.

بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا تر اوسه په رسمي ډول د کډوالو د پروګرام د ځنډ په اړه هېڅ ډول خبر نه دی ورکړی. د پخواني تړون له مخې په پاکستان کې مېشت، متحدو ایالاتو ته تلوونکي افغان کډوال باید د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پورې له دغه هېواد څخه امریکا ته انتقال شي.

احمد شاه وویل: "ډېر افغانان چې د امریکا ویزو ته په تمه دي، په سختو شرایطو کې ژوند کوي. موږ نه غواړو دلته د تل لپاره پاتې شو، له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتنه کوو چې د ویزو د تمدید لارښونه وکړي."

هغه د ملګرو ملتونو او د کډوالو نړیوال سازمان څخه غوښتنه وکړه چې افغانانو سره په دې سخت حالت کې مرسته وکړي. هغه زیاته کړه: "که دا ادارې موږ سره مرسته ونه کړي، نو زموږ غږ به څوک واوري؟"

په ورته وخت کې، ډېر افغان کډوال د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. افغان خبریال سرفراز احمد، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تللی، وویل چې د خپل سفر د تایید په اړه یې د یو ټیلفوني اړیکې په تمه و، خو د امریکا د نوي حکومت لخوا د کډوالو پروګرام ځنډ ټولې چارې بدلې کړې.

خالد خان، چې د افغانستان د پوځ پخوانی افسر دی او د طالبانو پر وړاندې یې د امریکایي هوایي ځواک سره همکاري کړې وه، په ۲۰۲۳ کال کې له خپلې کورنۍ سره خپل هېواد پرېښود. هغه وویل: "که افغانستان ته واستول شم، نو له جدي ستونزو سره به مخ شم. "

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان، په اسلام‌آباد کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په رسمي توګه موږ تر اوسه د دې موضوع په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه کړي. دا هغه څه دي چې زه یې ویلی شم. د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ پخوانی تړون [په پاکستان کې مېشت متحدو ایالاتو ته تلوونکي افغان کډوال باید د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پورې امریکا ته انتقال شي] پر خپل ځای دي."

دا پداسې حال کې دي، هغه افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواد څخه تښتېدلي او په متحده ایالاتو کې بیا میشتېدو ته په تمه په نورو هېوادونو کې شپې ورځې سبا کوي، د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۲۲مه (سلواغې درېیمه)، له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې د کډوالو د انتقال د ځنډ له دې فرمان څخه، دوی مستثنا کړي.

همداراز د افغان کډوالو د ملاتړ یو ډلې (‌یو اس رپ) په یو پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ، د کانګرس له غړو او د بشري حقونو فعالانو له دې فرمان څخه د افغانانو د معافیت غوښتنه کړې ده.

دې ډلې ویلي: "طالبان موږ خاینان ګڼي او افغانستان ته زموږ ستنېدل به موږ د نیول کېدو، شکنجې یا مرګ له ګواښ سره مخ کړي. همدارنګه په پاکستان کې حالات ورځ تر بلې د زغملو وړ نه دي. په خپلسر نیونې، شړل او ناامني زموږ اندیښنې یې لا پسې زیات کړي دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG