د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې لسګونه زره افغانان لا هم لوېدیځو هېوادونو ته د لېږدولو په تمه دي


پاکستان د بهرنيو چارو ویلي د ٢٠٢٤ کال د جولای ترمیاشتې، لږ تر لږه ٤٤٠٠٠ افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد لپاره منل شوي لاهم په پاکستان کې خپل نوبت ته په تمه دي. (عکس ارشیف).
پاکستان د بهرنيو چارو ویلي د ٢٠٢٤ کال د جولای ترمیاشتې، لږ تر لږه ٤٤٠٠٠ افغانان چې لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد لپاره منل شوي لاهم په پاکستان کې خپل نوبت ته په تمه دي. (عکس ارشیف).

د پاکستان حکومت قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړې چې په دغه هېواد کې کې دې میشت هغه په زرګونو افغانان کډوال نه نیسي چې په درېیم هیواد کې د بیامیشتولو پروګرام شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اېکس خبرپاڼه کې ویل شوي د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شنبې په ورځ د هغه افغان وګړو د بیامیشتېدنې روان بهیر وڅېړلو چې درېیمو هېوادونو ته د لېږدولو په تمه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي "د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار نن د درېیم هیواد کې د افغان اتباعو د ځای پر ځای کولو په اړه د یوې غونډې مشري وکړه."

د پاکستان د بهرنيو چارو ویلي چې د ٢٠٢٤ کال د جولای ترمیاشتې پورې، لږ تر لږه ٤٤٠٠٠ افغانان د ٢٠٢١ کال په اګست کې د طالبانو تر واکمنېدو پس لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد لپاره منل شوي لاهم په پاکستان کې خپل وار ته په تمه دي.

په دې شمیر کې ۲۵۰۰۰ کسان د امریکا متحده ایالاتو، ۹۰۰۰ د استرالیا ، د ۶۰۰۰ کاناډا ٦٠٠٠ ، ۳۰۰۰ جرمني او۱۰۰۰ څخه زیات بریتانیا ته د تللو په منتظرینو شامل دي.

د کابل له ولایت څخه خورشيد چې په اسلام اباد کې ژوند کوي، امريکا غږ ته وويل، " پلار مې په کابل کې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه او اوس دلته په اسلام اباد کې له خپلې کورنۍ استوګن يو او د خرڅ لپاره پېسې راسره نشته، بچیان مو ښوونځیو ته نه لاړ شي. "

نوموړي زیاته کړه کله چې د کار لپاره ځي نو د دې ځای پولیس يې ځوروي.

د پاکستان د لومړي وزير د مرستيال او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د شنبې د ورځې د خپارہ شوي بيان په اړه په اسلام آباد کې مېشت سياستوال او د بشري حقوقو غوښونکی افراسياب خټک وايي، د افغان کډوالو تر ټولو لويه مسله دا ده چې پاکستان نه د مهاجرینو په باره کې بین المللي قوانین لاسليک کړي دي او نه یې د مهاجرینو لپاره خپل کوم قانون جوړ کړی دې، نو ملیونونو افغان کډوال په تېرو ۴۵ کلونو کې په یوه قانونی خالا کې ژوند کړي نو ځکه پاکستان چې کله اړتیا لرله نو کډوالو نه یې د مجاهدینو په نوم د جنګ خاشاک جوړ کړل او د جنګ نه پس یې کډوال په زور او ظلم شړلي چې په کابل کې ناست حکومتونو باندې فشار واچوي۔

افراسياب خټک د جنوري په نولسمه ( مرغومي ٣٠ ) امريکا غږ ته وويل: " تر ټولو لومړی د کډوالو لپاره باید زر تر زره یو قانونی چوکاټ جوړ کړل شي، چونکه په افغانستان کې کوم مشروع ریاست[دولت] نشته نو باید پاکستان کې افغان کډوالو ته د بین المللي قانون سره سم د حفاظت مسولیت ملل متحد پر خپله غاړه واخلي ، او بل دا چې د پاکستان وزیران دې د افغان کډوالو پرضد زهرجن او دروغجن تبلیغات بند کړي. "

نوموړي زياته کړه، د طالبانو د نظام مخالف خلک دې په زور افغانستان ته نه لیږل کیږي او افغانستان ته بیرته تلونکو خلکو سره دې د بین المللی قانون سره سم برخورد وشي.

په اسلام آباد کې د روانې ناروغیو متخصص ډاکټر محمد اسماعيل امریکا غږ ته وویل، چې افغانان له خپلو کورونو او هیواده په کړکېچنو حالاتو کې لېرې شوي او د دوی راتلونکې هیڅ مالوم نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکساتان کې میشت افغان کډوال په یو ناڅرګند حالت کې ژوند کوي او بیا له څو کلونو راهیسې د دوو کوټو په واړه کور کې اوسیږي نو په داسې حالاتو کې انسانان له ذهني ناروغیو سره مخ کېږي.

هغه وویل : " داسې ناروغان بیا کله کله له ځان سره خبرې کوي يا نورو ته په خواشيني خبرې کوي او يا په چغو چغو ژاړي او د ځان وژنې کوشش هم کوي نو دا حالات د دې افغان کډوالو په قابو کې نه دي داسې حالات چې په هر چا راشي هغوی به د دې ناروغیو سره مخ کېږي تر څو د دوی د راتلونکي یوه پرېکړه نه وي شوي او خپل ځای ته رسول شوي نه وي۔"

د يادونې وړ ده چې په جولای ٢٠٢٤ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مخکینې ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي ول "د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته لا هم په پاکستان کې د مېشتو افغانانو ۲۵ زره کډوال امریکا ته د تګ اجازه نه لري."

بلوچ په اونيزه خبري غونډه کې خبريالانو ته ويلي ول "موږ له دوی څخه غوښتنه کړې چې د دغو کسانو لپاره د دغو هېوادونو لپاره د منظورۍ او ويزې د ورکولو پروسه ګړندۍ کړي ترڅو دوی ژر تر ژره ځای په ځای شي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت افغانستان ته د افغان :ډوالو د دوېیم پړاو کډوال د شړلو پرېکړه کړې، چې له مخې یې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیول کیدو وروسته په حاجي کېمپ کې ساتل کیږي او بیا له هغه ځایه د تورخم په دروازه د پولې هغې غاړې ته اړول کیږي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو وار له مخه په پاکستان غږ کړی چې که افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شو نو ژوند يې له خطر سره مخامخ کېدای شي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG