د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې درې کډوال نایان وژل شوي


په پاکستان کې چارواکي وایي چې وسله والو په بلوچستان کې درې نایان یا وېښته جوړوونکي وژلي دي.

د بلوچستان د پنجګور په سیمې کې د پولیسو یو چارواکي محمد زاهد نن دوشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) وویل: «د سند درې کډوال نایان وژل شوي دي.»

پولیس وايي بریدګر په موټر سایکلونو د دغو نایانو هټۍ ته ورغلي او په هغو یې ډزې کړي دي. تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

په بلوچستان کې اورپکي د دغه هېواد د نورو ایالتونو کارګر او نایان په جاسوسۍ تورنوي او بریدونه پرې زیات شوي دي.

په دغه ایالت کې «بلوچ بیلتون غوښتونکي» فعال دي او د پاکستان د نورو سیمو او ایالتونو څخه ورغلي خلک تورنوي چې د بلوچستان غني سرچېنې زبېښي او ګټه ترې اخلي.

تېره میاشت اورپکو یو موټر ودروه او اووه پنجابي نایان یې ترې راښکته کړل او یې ووژل. همدغه راز اورپکو تېرکال د اپریل په میاشت کې د بلوچستان د نوشکي په سیمې کې ۱۱ نایان له یو بس څخه تر ښکته کولو وروسته وتښتول او ویې وژل. د همدغه کال د مۍ په میاشت کې شپږ نور پنجابي نایان هم وژل شوي وو.

په پاکستان کې نورې امنیتي پېښې

په همدې حال کې د بلوچستان د بولان په سیمه کې په یوې نښتې کې د پاکستان دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

د پولیسو یو مشر سید دلاور وویل چې سرتېرو د اورپکو د پټځای په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته هلته عملیات پیل کړي وو چې نښته وشوه او څو ساعته روانه وه.

په یوې بلې پېښې کې د خیبرپښتونخوا د کوهاټ په سیمې کې د پولیسو یو مقام فضل وقار وویل چې اورپکو د ترهګرۍ سره د مبارزې دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

د دغو دواړو امنیتي پېښو په اړه ډېر نور جزیات ورکړل شوي نه دي او نه هم کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت منلی دی. په پاکستان کې په دې وروستیو امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG