د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن دوشنبه مارچ لسمه (کب۲۰) وویل چې د امریکا د نړیوالو پراختیایي چارو د ادارې (یو اس ایډ) ۸۳ سلنه پروګرامونه یې لغوه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې یو اجرايي په لاسلیک کولو سره د متحدو ایالتونو ټولې بهرنۍ مرستې بندې کړې، چې حکومت ته یې د بهرنیو لګښتونو د ارزولو وخت پیدا شي او هغه پروګرامونه چې د «امریکا لومړۍ تګلارې» سره برابر نه دي، بند کړي.
مارکو روبیو په خپل ایکس حساب کې لیکلي: «له شپږو اونیو ارزونې وروسته، موږ په رسمي ډول د یو اس ایډ ۸۳ سلنه پروګرامونه لغوه کړل. هغه ۵۲۰۰ قراردادونه چې لغوه شوي، لسګونه میلیارد ډالر یې په داسې لارو چارو لګولي چې، د متحدو ایالتونو ملي ګټو ته ګټه نه رسوي (او په ځینو برخو کې زیان رسولی دی).»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدغه راز لیکلی دي: «د کانګرس سره په مشورې به، پاتې پروګرامونه، چې تقریبا ۱۰۰۰ پروګرامونه کېږي، د بهرنیو چارو وزارت تر چوکاټ لاندې په اغیزناک ډول مدیریت» شي.
د متحدو ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې په ۱۲۰ هېوادونو کې د خوراکي موادو د وېشلو، روغتیا او بېړنیو چارو پروګرامونه مخې ته وړل.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت اعلان وکړ چې هوډ لري د یواېس اېډ د ۹۲ فیصده پروګرامونو لګښتونه بند کړي او د بلا عوضه مرستو ۵۸۰۰ پروګرامونه یې په ګوته کړل چې باید ختم کړل شي.
مارکو روبیو د میلیادر ایلان مسک په مشرۍ د حکومت د اغیزناکتیا د ادارې څخه مننه وکړه، چې په حکومتي ادارو کې لګښتونه او دندې کموي.
ولسمشر ټرمپ او ملاتړي یې وایي چې د متحدو ایالتونو بهرنۍ مرستې بې ځایه ځي او د متحدو ایالتونو ملي ګټو ته ګټه نه رسوي. خو د دغو مرستو ملاتړي ادعا کوي چې دا مرستې د ثبات د ترویج او روغتیايي خدمتونو له لارې د متحدو ایالتونو ګټې حمایت کوي او که بندې شي د ډېرو زیانمن کېدونکو انسانانو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.
د دغه راپور ځینې معلومات د فرانس پرس اژانس له راپور څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه