د لاس رسي وړ اتصالات

جمیعت د عطا نور لېرې کول غندي خو له حکومت څخه نه وځي


د جمعیت اسلامي گوند مشرانو د بلخ له ولایت څخه د عطامحمد نور د گوښه کولو په اړه د بیړنیو خبرو اترو وروسته د سه شنبې په ماښام د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره پر ارگ اعتراضونه کړي دي.

جمعیت د ښاغلي نور د گوښه کولو د ناوړه عواقبو په هکله جمهوري ریاست ته خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې ارگ د تفاهم او د مسلې د معقول حل پر ځای عقده منه لار نیولې ده او "جمعیت اسلامی دا ډول سیاست د منلو وړ نه گڼي او د هغې د ناوړه عواقبو مسول جمهوري ریاست گڼي".

اعلامیه زیاتوي "د اسلامي جمعیت گوند د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې اصلي گټونکی و لیکن په وطن کې د حساسې وضع او د هغه بحران د حل لپاره چې په انتخاباتو کې د تقلب د لارې پیدا شوی و، د ملي وحدت حکومت ته غاړه کیښوده او د مقابل لورې نه یې هم د دې توقع لرله چې دیته ورته عمل وکړي مگر متاسفانه مقابل لورې د هغې موافقی د ژمنو نه چې ملگرو ملتونو او امریکا یې ضمانت کړی و، خلاف ورزي کړیده او کوښښ کوي چې نور قدرت هم ترلاسه کړي."

د جمعیت اسلامي مشران د ملي وحدت په حکومت کې ځان مساوي شریک بولي خو د حکومت سره د ایتلاف نه د وتلو په اړه څه نه وایي. د جمعیت مشر صلاح الدین رباني چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دی او یو شمیر نور غړي یې د حکومت لوړپوړي مقامات دي.

د ملي وحدت حکومت په ٢٠١۴ کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ لاس لیک شو. ښاغلی عبدالله چې د حکومت اجرائیه رئیس دی د عطامحمد نور د گوښه کولو سره یې مخالفت نه دی ښودلی.

د جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عطا محمد نور استعفا یې منلې او انجنیر محمد داوود یې د هغه د ځای ناستي په توگه ټاکلی دی.

خو دا په داسې حال کې دي چې د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور ځان برحاله والي گڼي او ادعا کوي چې د هغه استعفا د ارگ سره د مذاکراتو د وخت خبره ده او اوس "منتفي" ده.

ددې مسلې په اړه د جمعیت د گوند اعلامیه همداشان وایي چې که چیرې ارگ په خپل دغې فیصلې د سره غور ونکړي نو د اسلامي جمعیت گوند د بلخ د والي په هکله د جمهوري ریاست دغه اقدام ردوي او ځانته د دی حق ورکوي چې د ټولو ممکنو لارو نه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG