د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اروپایي متحدین یې د روسيې د ګازو د وارداتو بندیدل غواړي


متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ (وري پنځمه) د روسیې څخه د ګازو د وارداتو د بندولو لپاره یو نوی حرکت پیل کړ چې په نتیجه کې به یې میلیادونو ډالرو ته د روسیې لاسرسی بند شي.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د دریو غونډو وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ چې که روسیې په اوکراین کې کیمیاوي وسله وکاروله، لویدیځ به یې په وړاندې پوځي عکس العمل وښیي.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې پداسې حال کې وکړې چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په ترڅ کې روسي ځواکونو د اونیو راهیسې د ماریوپول ښار محاصره کړی چې ددې ښار بد حالت په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي رژیم له لورې د روسیې د ښارونو د محاصره کولو له حالت سره ورته دی.

اوکرایني مقامات وایي تیره اونۍ د ماریوپول ښار په تیاتر باندې د روسي ځواکونو په بمبارد کې ښایي ۳۰۰ کسان وژل شوي وي چې هلته یې پناه اخیستتې وه. دا پیښه ددغه یرغل یواځې یوه خونړۍ پیښه ده.

په بروکسل کې د امریکا د ولسمشر بایډن او اروپایي کمیسیون د مشرې اورسلا فون درلاین له لورې د انرژۍ یوه ګډه کاري ډله اعلان کړه.

آغلي فون در لاین د ښاغلي بایډن سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل په ګډه د لودیځ بندیزونه «ددې بیرحمه جګړې لپاره د پوتین منابع وچوي.»

دا پداسې حال کې دي چې د جګړې په میدان کې مسکو ویلي چې کیف ته نژدې د اوکراین د پوځ د تیلو ستره ذخیره یې له منځه وړې ده او ددې کار لپاره یې د سمندر څخه د کروز میزایلو کار اخیستی دی.

پدې ترڅ کې جرمني نن د جمعې په ورځ مارچ ۲۵ وویل چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې د روسیې څخه د خپلې انرژۍ واردات په پراخه کچه راکموي.

جرمني ویلي چې د تیلو واردات به په جون کې نیمایي ته راټیټ کړي او د ډبرو سکرو واردات به په راتلونکي مني کې بند کړي.

د جرمني د اقتصاد وزیر رابرټ هابیک وویل: «په وروستیو اونیو کې د ټولو اړوند شریکانو سره مونږ سخت اقدامات ترلاسه لاندې ونیول چې د روسیې نه د انرژۍ کم مواد وارد کړو او د خپلو واردولو د منابعو ساحه پراخه کړو.» هغه زیاته کړه چې، «لومړی مهم پړاو رارسیدلی چې ځانونه د روسیې له واداتو څخه خلاص کړو.»

د اوکراین د جګړې د پیل کیدو دمخه جرمني د خپلې اړتیا وړ تیلو دریمه برخه له روسیې څخه واردوله. همداشان خپل ۴۵ فیصده د ډبرو سکاره او ۵۵ فیصده ګاز یې له روسیې څخه وارداوه.

د روسیې پر انرژۍ باندې د اروپا ددغه ستر اقتصاد لر ونکي هیواد د تکیه راکمیدل د لویدیځو متحدینو د هڅو لپاره یو مهم ګام بلل کیږي چې غواړي پر اوکراین باندې د برید په خاطر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته تاوان ورسوي.

XS
SM
MD
LG