د لاس رسي وړ اتصالات

بخښنې نړیوال سازمان بیا د طالبانو له بند څخه د احمد فهیم عظیمي خوشې کیدو غوښتنه کړې


د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې احمد فهیم عظیمي د یوولسو میاشتو راهیسې په ناسم تور باندې طالبانو په زندان کې اچولی چې اوس د روحي ستونزو څخه هم کړیږي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې احمد فهیم عظیمي د یوولسو میاشتو راهیسې په ناسم تور باندې طالبانو په زندان کې اچولی چې اوس د روحي ستونزو څخه هم کړیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ناوخته سپټمبر ۲۰( وږي ۳۰) په اعلامیه کې چې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې یې خپره کړې د طالبانو له زندان څخه د نجونو د زده کړو د حقونو د ملاتړي او مدني فعال احمد فهیم عظیمي د خوشې کیدو بیا غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان په دې اعلامیه کې ویلي چې احمد فهیم عظیمي د یوولسو میاشتو راهیسې په ناسم تور باندې طالبانو په زندان کې اچولی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د زده کړو د حقونو ددغه فعال احمد فهیم عظیمي په یو داسې د جرم په تور نیول شوی چې ښاغلي عظیمي نه دی ترسره کړی او په زندان کې هغه د روحي ستونزو څخه کړیږي.

دغه سازمان ویلي: " کله چې عظیمي د ۲۰۲۴ کال د اپریل په لومړۍ نیټه د محکمې پریکړه رد کړه د هغه دوسیه د کابل د عامه امنیت محکمې ته د نورو پلټنو لپاره وسپارل شوه. د هغې نیټې راهیسې د هغه د دوسیې په اړه پلټنې په ناحقه توګه ځنډیدلي او په اړه یې هیڅ قضاوت نه دی ترسره شوی".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې احمد فهیم عظیمي د یوې شدیدې غیرعادلانه محکمې د ناسم تورپر اساس په زندان کې ساتل کیږي.

دغه سازمان ویلي: " د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د طالبانو په واکمنو چارواکو غږ کوي چې سمدستي او پرته د کوم شرط څخه دې احمد فهیم عظیمي چې روحي سلامتیا یې مخ په خرابیدو ده خوشې کړي".

احمد فهیم عظیمي د بشري حقونو او د نجونو د زده کړو یو ملاتړی دی چې د 'ښه فکر' د مرکز رئیس اود افغانستان د اوسیدونکو د ډیجیټل د ازمایښت په نوم د یوې ادارې مشري هم کوله. هغه په ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۷ د خپلو یو بل همکار صدیق الله افغان سره د طالبانو له خوا ونیول شو او په زندان کېواچول شو.

دمخه د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د میاشتې په دوییم ( سلواغې ۱۳) ویلي و چې د طالبانو د نجونو د زده کړو دوه افغان فعالان د ۷۲ ورځو په بند کې د ساتلو وروسته د طالبانو د استخباراتو له خوا د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۷ محاکمه کړي او د څرخي پله زندان ته یې انتقال کړي دي.

ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا هم د اپریل ۲۲ ( ثور درییم) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د بشري حقونو دغه ملاتړي په تیرو څو اونیو کې د جبري بې درکه کیدو سره مخ دی

ددغې شورا کارپوهانو ویلي چې دوی د دغو دوو بشري حقونو د فعالانو د دوسیو په اړه په رسمي ډول د طالبانو سره خبرې کړي دي.

صدیق الله افغان د روان کال د اپرېل په نهمه نیټه له نږدې شپږو میاشتو بند څخه وروسته د طالبانو له خوا له زندان څخه خوشې شو. خو احمد فهیم عظیمي لا هم طالبانو سره بندي دی.

دغو کارپوهانو ویلي: "مونږ د طالبانو له چارواکو غوښتي دي چې ښاغلی عظیمي دې هم پرته له ځنډ څخه خوشې کړي. په زندان کې د هغه د ساتلو لپاره هیڅ توجیه نه لیدل کیږي."

ددغو کارپوهانو د وینا پر اساس زده کړو ته لاس رسی یو اساسي حق دی ، د همدې له امله اړتیا ده، هغوی چې د زده کړو د حق د لاس رسي د پراختیا په برخه کې مبارزه کوي باید چې ملاتړ او ساتنه یې وشي، نه داچې د عدلي تعقیب لاندې ونیول شي.

په عین وخت کې د روداري بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو څخه څارنه کوي شنبې په ورځ سپټمبر۲۱( وږي ۳۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې خپل یو راپور بیا خپور کړی چې په کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ ورځې څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د میاشتې تر ۳۰ ورځې پورې په دغه هیواد کې طالبانو پنځه سوه ۳۱ تنه مدني فعالان، بشري حقونو مدافعان او خبریالان په خپلسر نیولي او په زندانونو کې اچولي دي.

د روداري بنسټ شمیرنې ښيي چې په دغه موده کې په افغانستان کې ۸۶ معترضې ښځې هم نیول شوي چې ددې ډلې ۸ تنه یې وژل شوي دي. همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې ۱۴۴ کسان د طالبانو د مخالفانو سره د اړیکو په تړاو نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

دغه بنسټ ویلي پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو د سرغړونو نهه زره ۲۷۶ ډول ډول پیښې یې ثبت کړي دي.

رواداري ویلي چې په دغه موده کې یې په خپلسر او غیر قانوني نیونو درې زره او ۲۱۲ قضیې ثبت کړي دي. همداشان دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې یې د جبري ترې تم کیدو ۹۰ او د ۳۴ شکنجو پیښې چې د قربانیانو د مړینې سبب شوي هم ثبت کړي دي.

دغه بنسټ ویلي چې په دغه موده کې د ژوند د حق پر وړاندې د سرغړونو څلور زره او ۷۳۶ پیښې او د څلورو زرو ۷۳۷ په ظالمانه ډول د سزا د ورکولو پیښې هم ثبت کړي دي.

د روداري بنسټ ویلي چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو د پیل څخه د روان کال د جون د میاشتې تر ۳۰ پورې یې د پخواني جمهوري رژیم د کارکوونکو د وژلو او نیولو ۷۱۹ پیښې ثبت کړي چې ددې له ډلې ۲۸۹ تنه وژل شوي او پاتې ۴۳۰ تنه په زندان کې اچول شوي دي.

طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د بشري حقونو د بنسټونو راپورونه رد کړي او بې اساسه بللي دي. طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دا ډول راپورونو خپرول د دغې ډلې د حکومت پر وړاندې د پراخه پروپاکند یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG