یو ځانمرګي د ولسي جرګې د کاندید حیات خان پر موټر ځان الوزولی هغه او درې نور کسان یې وژلي دي.
برید د ننګرهار روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ په سیمه کې د دوشنبې په مازدیګر (جولاۍ ۳۰) وشو. حیات الله د ولسي پاڅونوالو مشر هم و.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې برید کې حاجي حیات خان د هغه موټر چلوونکی او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.
نوموړی وايي برید هغه مهال شوی چې حاجي حیات خان او ساتونکي یې پر لاره وو. خوږیاڼی زیاتوي چې په دغه پېښه کې نور چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه ددغه برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. حاجي حیات خان په کوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د داعش خلاف د ولسي پاڅون کوونکو مشري کوله.
داعش په ننګرهار کې فعال بلل کیږي او وخت ناوخت یې د ځینو بریدونو مسولیت اخیستی دی. دغې ډلې څه موده مخکې د جلال اباد په ښار کې د پر افغان سکانو هم ځانمرګی برید وکړ او یو شمېر یې ووژل.
په هغه برید کې ولسي جرګې ته د سیکانو کاندید اوتار سنګه خالصه هم ووژل شو. دا برید داسې مهال کیږي چې همدا څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د قابله ګانو پر لیلې هم دوو ځانمرګو برید وکړ.