د لاس رسي وړ اتصالات

د بنګله دېش 'صدراعظمې استعفا وکړه'؛ د پوځ مشر وايي موقتي حکومت جوړوي


په بنګله دېش کې له تېرې میاشتې راهېسې مظاهرې روانې دي
په بنګله دېش کې له تېرې میاشتې راهېسې مظاهرې روانې دي

د بنګله دېش د پوځ مشر وقار زمان د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) وویل چې د صدراعظمې شیخ حسینې له استعفا وروسته "یو موقت حکومت" جوړي.

خپل ملت ته په تلویزیوني وینا کې هغه د صدراعظمې د استعفا خبر ورکړ خو دا یې څرګنده نه کړه چې په خپله یا بل څوک به د موقت حکومت مشري کوي.

وقار زمان وویل: "زه بشپړ مسئولیت اخلم. هېواد او اقتصاد ډیر ځپل شوی. ډیر خلک ووژل شول. ددې وخت رارسېدلی چې تاوتریخوالی ختم شي... زه هیله لرم چې زما له وینا وروسته تاوتریخوالی بند شي."

هغه وویل چې د موقت حکومت جوړولو په اړه له ولسمشر سره خبرې کوي. وقار زمان همدارنګه وویل چې د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې له غړو سره یې سلا مشورې کړي خو د شیخ حسینې له عوامي لیګ ګوند سره یې نه دي کتلي.

په زرګونو مظاهره کوونکي، چې د صدراعظمې له واک څخه لیرې کېدل یې غوښتل، د دوشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو لخوا د لګېدلي ګرځبندیز پروا ونه کړه، په پلازمینې ډهاکې کې واټونو ته راووتل او پر صدارتي ماڼۍ ورغلل.

شیخ حسینې ته نږدې سرچینو ویلي چې هغه په هیلکوپتر کې له هېواد څخه وتلې خو ځای یې نه دی ښودلی.

مظاهره کوونکي‌د بنګله دېش په پلازمینه ډهاکه چې د صدراعظمې شیخ حسینې له واک څخه لیرې کېدل نمانځي.
مظاهره کوونکي‌د بنګله دېش په پلازمینه ډهاکه چې د صدراعظمې شیخ حسینې له واک څخه لیرې کېدل نمانځي.

د تېرې میاشتې راهیسې د محصلینو لخوا په پیل شویو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ اوښتی دی.

د یکشنبې په ورځ په دغو مظاهرو کې د نږدې ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. شنونکو وېره ښودلې چې د دوشنبې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر دې هم لوړ وي. مظاهره کوونکو او د حکومت پلویانو له چړو او لرګیو سره پر یو بل بریدونه کړي او پولیسو ډزې کړي دي.

د ۲۰۰۷ په جنوري کې د بنګله دیش پوځ په هېواد کې د سیاسي تاوترخوالي په لړ کې بیړنی حالت اعلان کړ او یو دوه کلن موقت حکومت یې رامنځته کړ.

د پوځ مشر د دوشنبې په ورځ وویل: "که وضعیت ښه شي، بیړني حالت اعلانولو ته اړتیا نشته." هغه ژمنه وکړه چې نوې اداره به له څو اونیو خونړیو مظاهرو وروسته "د وژل شویو کسانو پوښتنه وکړي." هغه زیاته کړه: "اوس د محصلینو دنده ده چې ارامتیا وساتي او زموږ سره مرسته وکړي."

په بنګله دیش کې دا مظاهرې په حکومتي دندو کې د سهم بندۍ په ضد پیل شوي او د ۷۶ کلنې صدراعظمې له واک څخه د لېرې کېدو غوښتنه یې کوله. شیخ حسینه له ۲۰۰۹ راهیسې د بنګله دېش صدراعظمه وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG