د لاس رسي وړ اتصالات

بنگله دیش وایي روهینگیایان د برما اتباع دي


امریکا ته د بنگله دیش سفیر
امریکا ته د بنگله دیش سفیر

امریکا ته د بنگله دیش سفیر وایي روهینگیایان د میانمار اتباع دي او د هغوي په خلاف اقدامات نسل وژنه ده.

په میانمار کې د روهینگیاناو په ضد د دغه ملک د پوځ د عملیاتو نه وروسته شاوخوا شپږ لکه روهینگیایان بیکوره شویدي. د امریکا د بهرنو چارو لوړپوړي چارواکي میانمار او بنگله دیش ته سفر کوي او هلته به د چارواکو سره وگوري.

په دغه ملاقات کې به په میانمار کی په بشري بحران خبرې وشي او د حل لپاره به یې په لارو چارو غور وشي. په دی برسیره به په دی هم خبرې وشي چې ضرورتمندو ته د مرستو رسول به څنگه اسانه شي.

د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلر به د نومبر په ١٥ میانمار ته سفر کوي. دا میانمار ته د یو لوړپوړي امریکایي دپلومات لمړنې سفر دی. ښاغلی ټیلرسن به د روهینگیانانو په بحران او د میانمار په دیموکراتک انتقال وغږیږي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت ویاندې هیدر نوارټ د پنچشنبې په ورځ وویل چې هغه به د سایمن هینشاو په مشرۍ د دغه هیت سره ملگرې وي.

نوارټ په یو ټویټ کې ولیکل چې هغه به په میانمار کې د روهینگیایانو نه په هغو د تیرو شوو ظلمونو په هکله واوري. مونږ به په د دغو خلکو سره د خپلو مرستو اثر هم د نژدی وڅارو او دا چې مونږ څنگه کولی شو چې د هغوي سره لا نورې بشري مرستې وکړو.

د پنچشنبې په ورځ د میانمار رهبرې ان سان سوچي د رخاین ولایت ته د ٢٥ اگست نه وروسته په لمړني ځل سفر وکړ. د ٢٥ اگست ورځ هغه ورځ ده چې د سختدریځه روهینگیایانو د برما په پوځیانو حمله وکړه او د هغې په ځواب کې پوځ د روهینگیایانو په ضد عملیات شروع کړل.

XS
SM
MD
LG