د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د یووالي هڅه کې یم نه د وېشلو، د امریکا د پیوستون وخت دی


بایډن تیره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو
بایډن تیره ورځ د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان شو

جو بایډن وروسته تر هغه چې د شمیرل شویو رایو په اساس د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، پخپلې لومړنۍ وینا کې د امریکا خلکو ته په خطاب کې وویل چې د یو او بل ترڅنګ ودریږي او امریکا ورغوي.

ښاغلی بایډن چې د نومبر اومه (لړم ۱۷) ماښام ناوخته یې د دلاویر ایالت په ولمینګټن ښار کې خپلو پلویانو ته وینا کوله، وویل: "هڅه کوم داسې ولسمشر شم چې د وېشلو نه بلکې د یووالي هڅه کې اوسم."

ښاغلی بایډن پرون شنبه په پنسلوانیا کې تر بریالیتوب او په دغه ایالت کې تر ۲۰ انتخابي رایو تر ګټلو وروسته د خپل سیال ډونالد ټرمپ څخه مخکې شو او لږ وروسته نوموړی په نودادا ایالت کې هم ګټوونکی اعلان شو او د ګټلو رایو شمېر یې ۲۷۹ ته پورته شو.

په امریکا کې د ولسمشریزیو ټاکنو یو کاندید باید د ۵۳۸ انتخاباتي رایو څخه ۲۷۰ رایې خپلې کړي.

جو بایډن چې په ۱۹۸۸ او ۲۰۰۸ کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکونو ته کاندید و په هغه وختونو کې خپلو ناکامیو ته په اشاره وویل چې هغه کسان درکوي چې ډونالد ټرمپ ته یې رایه ورکړې ده، خو زیاته یې کړه چې: "هغوی زما دښمنان نه دي." هغوی امریکایان دي.

ښاغلي بایډن وویل چې لومړنی کار به یې د امریکا متحده ایالاتونو کې د کرونا ویروس د څپې مهارول او مخنیوی کول وي.

نوموړي وویل: "د دوشنبې په ورځ به یوه ډله پوهان او مخکښه متخصصین د انتقالي سلاکارانو په توګه ټاکم، ترڅو هغوی د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د بایډن ـ هریس له طرحې سره چې د جنورۍ په ۲۰مه پیلیږي مرسته وکړي...دغه طرحه به د علم په اساس وي."

تر بایډن مخکې د هغه لومړۍ مرستیاله کاملا هریس وینا وکړه، هغه څوک چې د امریکا په تاریخ کې د لومړنۍ تورپوستې مېرمنې په توګه د دغه هیواد لومړۍ مرستیاله وټاکل شوه.

لږ وروسته تر هغه چې د امریکا رسنیو جو جوبایډن د انتخاباتو ګټوونکی اعلان کړ، د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي کمپاین په یوې اعلامیې کې وویل چې د انتخاباتو پایلې له ستونزو سره مخ شوي او ویلي و چې محکمې ته به عارض شي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "ټول پوهیږو چې جو بایډن تعجیل کوي، ترڅو په نادرست ډول خپل ځان بریالی اعلان کړي، او د هغه رسنیز ملګري د هغه سره د ډیرې مرستې په لټه کې دي،هغوی نه غواړي چې حقایق روښانه شي، اصلي حقیقت دادی چې د انتخاباتو تر پای ته رسېدو پورې ډیره لار لا پاتې ده."

د یادې اعلامیې په اساس د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ډله به د دوشنبې په وځ د نومبر پر نهمه محکمې ته عارضه شي.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ډله غواړي په هغو ایالتونو کې چې بایډن تر ټرمپ په لږ تفاوت کې مخکی دی رایې بیا وشمېرل شي.

XS
SM
MD
LG