د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د روسیې په تهدیدونو د خبرو لپاره اروپا ته ولاړ 


ښاغلی بلینکن به یوکراین ته د امریکا د مرستو په اړه ډاډ ورکړي
ښاغلی بلینکن به یوکراین ته د امریکا د مرستو په اړه ډاډ ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن یکشنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) اروپا ته ولاړ او په لندن او کیف کې به غونډې او خبرې وکړي.

ښاغلی بلینکن به لومړی په لندن کې د اوو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري او بیا به د اونۍ په پای کې اوکراین ته ولاړ شي.

د اوکراین حکومت د خپل حاکمیت په اړه د روسیې له لوري‌ له تهدیدونو سره مخامخ دی‌ او ټاکل شوې چې ښاغلی بلینکن به د اوکراین حکومت ته د امریکا د مرستو ډاډ ورکړي.

په لندن کې د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره به د ښاغلي بلینکن خبرې د دغو هېوادونو د مشرانو د را روانې غونډې په ترتیباتو وي چې د جون په میاشت کې په کارنوال کې کیږي.

وزیران به د کروناویروس او اقلیم د بدلون سره د مبارزې تر څنګ په یو شمېر هغو ننګونو هم وغږیږي‌ چې دوی ورسره مخامخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د برتانیا له صدراعظم بوریس جانسن او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ډومنیک راب سره هم وویني.

نوموړی به په کیف کې د اوکراین د ولسمشر ویلاديمیر زیلینسکي او ځينو نورو لوړ پوړیو حکومتي چارواکو سره وویني. د هغه د دغه سفر یو هدف دا دی چې د روسیې د تهدید په وړاندې د اوکراین حکومت ته د واشنګټن د مرستو په اړه ډاډ ورکړي.

روسیې په ۲۰۱۴ کې کریمیا له اوکراین څخه جلا کړه او په دې وروستیو کې یې د اوکراین په سرحد کې پوځي موجودیت هم زیات کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې ښاغلی بلینکن به یو ځل بیا « د اوکراین په حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې د روسیې د دوامداره یرغل په اړه د امریکا په ثابتو مرستو ټېنګار وکړي.»

XS
SM
MD
LG