د لاس رسي وړ اتصالات

چین او روسیه ګډ پوځي تمرینونه پیلوي 


د چین د دفاع وزارت نن یکشنبه جولاۍ ۱۶ (سرطان۲۵) اعلان وکړ چې له روسیې سره ګډ هوايي او سمندري پوځي تمرینونه کوي.

تېرکال په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د روسیې او چین روابط نژدې شوي دي، چین په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی.

د چین د دفاع وزارت وایي چې دا هوايي او سمندري پوځي تمرینونه د جاپان په سمندر کې کېږي چې هدف یې «د ستراتیژیکو بحري لارو خوندیتوب» بلل شوی دی.

د چین دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی پنځه جنګي بېړۍ او د میزایلو یوه رهبري کېدونکې او ویجاړوونکې وسیله یې دغو تمرینونو ته استولي دي، خو نور معلومات یې ورکړي نه دي چې دا تمرینونه به کله پیلیږي.

چین او روسیې تېره میاشت د جاپان په اوبو کې او د چین په لویدیځ کې ګډې هوايي ګزمې وکړې او دې کار جنوبي کوریا وهڅوله چې احتیاطي جنګي جټ الوتکې والوځوي.

دا له ۲۰۱۹ کال راپدیخوا د چین او روسیې ترمنځ شپږمه ګډه هوايي ګزمه وه. د چین د دفاع وزیر لي شانګفو په همدې میاشت کې د مسکو او بیجینګ ترمنځ د اړیکو د ښه والي خبره وکړه.

د اوکراین د جګړې له پیل راهېسې چین د روسیې تر ټولو نژدې متحد ګڼل کېږي. چین وايي چې په دغې جګړې کې ناپیلی دی، خو د اوکراین ایتلافیان وايي چې د چین له لوري د دغې جګړې نه غندل دا ښکاره کوي چې بیجینګ د مسکو پلوی دی.

XS
SM
MD
LG