د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش کې د حکومت ضد تازه مظاهرو کې تر ۷۰ زیات کسان وژل شوي


په بنګله دېش کې له تېرې میاشتې راهېسې مظاهرې روانې دي
په بنګله دېش کې له تېرې میاشتې راهېسې مظاهرې روانې دي

په بنګله دېش کې له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو کې لږ تر لږه ۷۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي. مظاهره کوونکو محصلینو له پولیسو او د واکمن ګوند له پلویانو سره نښتې کړي دي.

فرانس پرس اژانس راپور ورکړی دی چې د بنګله دېش حکومت نن یکشنبه ماښام په ټول هېواد کې تر نامعلومې مودې پورې ګرځبندیز اعلان کړی او درې ورځې یې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې د تېرې میاشتې له پیل شویو مظاهرو راهېسې د بنګله دېش حکومت داسې یو اقدام کوي.

په دې سره په روانو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۷۰ واوښت.

زرګونو کسانو د بنګله دېش په پلازمینه ډهاکې کې په مظاهرو کې برخه اخېستې او د صدراعظمې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه یې کوله چې د حکومت له پلویانو سره په اخ او ډب اوښتي دي. مظاهره کوونکو سره لرګي، چاقوګان او وسلې هم وې.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې مظاهره کوونکي د مرمیو ضد یو موټر د پاسه ولاړ دي، د بنګله دېش بیرغ رپوي او امنیتي ځواکونه یې ننداره کوي.

د دغو مظاهرو یو تنظیموونکي اصف محمد په خپل فیسبوک کې تېره ورځ له خلکو غوښتي وو چې «له کوتکونو سره راووځي او بنګله دېش ازاد» کړي.

په همدې حال کې د بنګله دېش د پوځ د پخواني مشر، اقبال کریم په ګډون، ځینو پخوانیو مشرانو له مظاهره کوونکو سره خواخوږي ښودلې ده او د هغوی وژل، نیول او بندي کول یې غندلي دي. دوی همدغه راز غوښتي چې پوځ له لارو او سړکونو څخه بېرته خپلو مرکزونو ته واستول شي. حکومت د مظاهرو د کنترول لپاره پوځ استولی.

د پوځ اوسني مشر وقار زمان ویلي دي چې «پوځ د خلکو د باور یو سمبول» دی او «د خلکو تر څنګ ولاړ دی، د خلکو لپاره خدمت کوي او د دولت هر ډول اړتیا» ته ځواب وايي. د پوځ په اعلامیې کې په دې اړه نور معلومات ورکړل شوي نه دي‌ او نه هم په ښکاره ویل شوي چې پوځ د مظاهره کوونکو ملا تړي که نه.

دا مظاهرې تېره میاشت په حکومتي دندو کې د سهم بندۍ په ضد پيل شوې وې او اوس په کې د بنګله یو شمېر فلمي ستوري، هنري‌ څېرې، سندرغاړي او د نورو برخو کسان دخېل شوي او مظاهرې پراخې شوې دي. د بنګله دېش د ۴۷ صنعتي فابریکو یوې ډلې ویلي دي ‌چې د مظاهره کوونکو تر څنګ ولاړ دي.

بل لوري ته د بنګله دېش د واکمن ګوند عوامي لیګ جنرال سکرتر عبیدالقوادر د خپل ګوند په فعالانو غږ کړی چې «په هرې ولسوالۍ» کې راووځي او د حکومت ملا وتړي.

شیخ حسینه، چې ۷۶ کاله عمر لري، له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا په بنګله دېش کې صدراعظمه ده. منتقدین د هغې حکومت تورنوي چې د دولت له تاسیساتو څخه ناوړه ګټه اخلي چې په واک باندې منګولې ښخې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دغه هېواد کې د جماعت اسلامي په ګوند، د محلصینو او په نورو اړوندو څانګو بندیز ولګوه او دا ګوند یې یو «ترهګر سازمان» یاد کړی. حکومت وايي چې دې ګوند په مظاهرو کې تاوتریخوالی پارولی دی.

په بنګله دېش کې د جولاۍ له ۱۵ نېټې راهېسې مظاهرې پیل شوې او تر دې دمه په کې لږ تر لږه ۲۳۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰۰ نور ژوبل دي.

دا مطلب د فرانس پرس خبري اژانس د معلوماتو په اساس لیکل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG