د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د اکمالاتو پر کاروان په برید کې ۱۰ تنه مړه شوي


د کرمې سیمه له څو لسیزو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ښکار ده.
د کرمې سیمه له څو لسیزو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ښکار ده.

پاکستاني پولیسو د جمعې په ورځ، جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۸) وویل چې کرمې ته په روان کاروان باندې په برید کې د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی او لږ تر لږه شپږ موټر چلوونکي یرغمل شوي دي.

دغه کاروان چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په فرقه ایزو جګړو کې ښکېلې سیمې ته یې مالونه لیږدول، د پنجشنبې په ورځ له کمین سره مخامخ شو. د ۳۳ لاریو دې کاروان د ځایي سوداګرو وريجې، اوړه، غوړي لیږدول او په درملو او نورو اړینو مرستو بار دوه موټر هم پکې شامل دي.

د پولیسو یو ځایي مشر د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "په مړو کې دوه پولیس، څلور موټر چلوونکي او څلور نور ملکي خلک شامل دي. او داسې راپورونه دي چې پنځه یا شپږ موټر چلوونکي د ځايي قبیلو له خوا تښتولی شوي دي."

د کرمې سیمه له څو لسیزو راهیسې د سني او شیعه مذهبو ترمنځ د تاوتریخوالي ښکار شوې، خو د نومبر د میاشتې راهیسې پدې سیمه کې د مذهبي ډلو ترمنځ په تازه جګړو کې شاوخوا ۱۴۰ کسان ووژل شول.

له دې دمخه هم وسله والو د مرستو پر یو کاروان برید کړی و، چې د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مامورین او د هغوی امنیتي ساتونکي په کې ټپیان شوي وو.


په کرمه کې اوسیدونکې ټولنې سره څنګ په څنګ ژوند کوي، خو په منظمه توګه د ځمکې پر سر په شخړو کې ښکیل کیږي.

د تاوتریخوالی دا اوسنی پړاو د نومبر په میاشت کې هغه مهال پیل شو چې د شیعه مسلمانانو پر دوو جلا کاروانونو چې د پولیسو تر څارنې لاندې روان وو، برید وشو چې ۴۰ تنه پکې ووژل شول.

په داسې حال کې چې دښمنې قبیلې د یو بل پر وړاندې درنې وسلې کاروي، د افغانستان سره په پوله دغه پرته سیمه تر ډیره د بهرنۍ څخه څخه منزوي شوې ده.

سره له دې چې د روان کال د جنورۍ د لومړۍ نتیټې راهیسې د سیالو ډلو ترمنځ اوربند څو ځلې اوربند وشو، خو تر اوسه د تاوتریخوالي مخه نده نیول شوې.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG