د لاس رسي وړ اتصالات

دلتا هوايي شرکت د خپلې چپه شوې الوتکې هر مسافر ته۳۰زره ډالر ورکوي


د دلتا هوایي شرکت چپه شوې الوتکه.
د دلتا هوایي شرکت چپه شوې الوتکه.

د متحدو ایالتونو یو هوايي شرکت دلتا اعلان کړی چې د کانادا د ټورنټو په هوايي‌ ډګر کې د خپلې یوې چپه شوې الوتکې هر مسافر ته ۳۰زره ډالر ورکوي.

د دلتا هوايي شرکت دا الوتکه د دوشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د مینیسوتا د میناپولیس له ښار څخه ټورنټو ته پرواز کړی و چې د ناستې په مهال په ځمکې باندې په تېزۍ سره لګېدلې او په بل مخ اوښتې او سرچپه شوې ده.

د دغه شرکت یو ویاند فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې «دا اقدام هېڅ شرط نه لري او د مسافرو په حقوقو اغیز نه» کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو، چې فرانس پرس تائید کړې، ښودل کېږي چې الوتکه سرچپه شوې او اور او لوګي ترې پورته کېږي.

په الوتکې کې ۸۰ کسان ناست وو او مسئولین یې وایي چې څوک په کې وژل شوي نه دي. د دلتا هوايي شرکت وايي په پېښې کې یوازې ۲۱ تنه ژوبل شوي دي.

ویل کېږي چې د ژوبل شویو کسانو سرونه، ملاوې او د بدن نورې برخې زخمي‌ شوي. د چهارشنبې تر ماښام پورې یې یو ژوبل شوی کس لا هم په روغتون کې بستر و.

د کاناډا د ترانسپورت د مصونیت بورډ د متحدو ایالتونو د فدرال هوايي‌ادارې، د دلتا هوايي شرکت او متسوبیشي په مرستې د پېښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د دلتا هوايي شرکت او متسوبیشي په ۲۰۱۹ کال کې دا سي ‌ار جي-۹۰۰ ډوله الوتکه له بمباردایر څخه اخیستې وه.

د دغه امریکايي شرکت د الوتکې د چپه کېدو تر پېښې مخکې په واشنګټن ډي سي کې یوې مسافر وړونکې الوتکې او یوې پوځي څرخي الوتکې ټکر وکړ‌ چې ۶۷ کسان په کې مړه شول.

تر دې مخکې په فلادیلفیا کې یوه طبي ترانسپورتي الوتکه وغورځېده او اووه تنه په کې مړه شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG