د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوه الوتکه غورځېدلې او دوه کسان په کې مړه شوي


عکس: ارشیف - دا تصویر د غورځېدلې الوتکې نه دی.
عکس: ارشیف - دا تصویر د غورځېدلې الوتکې نه دی.

د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا په ایالت کې پولیس وايي چې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر دویمه (مرغومې۱۳) یوه کوچنۍ الوتکه په یوې تجارتي ودانۍ باندې غورځېدلې ده او لږ تر لږه دوه تنه په کې مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې په دې پېښې کې ۱۸ تنه نور ژوبل دي. پېښه د کالیفورنیا د فولېرټن د ښاروالۍ هوايي میدان ته نژدې شوې او د الوتکې د غورځېدو علت لا معلوم نه دی.

د فولېرټن پولیسو په خپل ایکس حساب کې لیکلي‌ دي: «د دوو تنو مړینه تائید شوې ده.» په ۱۸ نورو زخمیانو کې لس تنه په روغتون کې بستر شوي او د اتو نورو درملنه یې د پېښې په ځای کې شوې ده.

پولیس مقاماتو سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي تحقیق کوونکي لا نه پوهېږي چې مړه شوي کسان په الوتکې کې ناست وو او که د هغې ودانۍ کارکوونکي وو چې الوتکه پرې غورځېدلې ده.

په سیمه ایزو تلویزونونو کې په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د ودانۍ په چت کې غټ سوری شوی او لوګي ترې پوته کېږي.

د دغې ودانۍ یو کارکوونکي جیروم کروز سي بي‌اس ته ویلي‌ دي چې د یوې چاودنې د غږ له اورېدو وروسته ټول له ودانۍ څخه وتښتېدل.

د فدرال د هوانورۍ اداره وايي چې دا کوچنۍ «RV-10» یوه انجن لرونکې الوتکه څلور څوکۍ لري. دا اداره د پېښې په اړه پلټنه کوي.

د نومبر په میاشت کې د فولېرټن هوايي ډګر ته نژدې یوه بله الوتکه هم غورځېدلې وه چې دوه تنه په کې ژوبل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG