د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې د القاعده د ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي ـ دفاع وزارت


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان دفاع وزارت په کاپیسا ولایت کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن دوشنبه مارچ لومړۍ (کب ۱۱) امریکا غږ ته وویل چې یاد وسله وال د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په (افغانیه دره) سیمه کې د افغان هوايي ځواک او د کمانډو قواو د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

ښاغلي امان زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې شپږ وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند وویل چې په وژل شویو وسله والو کې د القاعده شبکې ۱۶ پاکستاني غړي هم شامل دي.

د هغه د معلوماتو په اساس د دغه عملیاتو په ترڅ کې چې د تیرو دوو ورځو راپدېخوا روان دي د طالبانو ګڼ شمېر پوځي تجهزات او مهمات هم د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي او هم په «افغانیه دره» کې د حاجیان، خلیفه ګان، ذاکرخېل کوچک او بداخېلو په نومونو سیمې هم له طالبانو څخه پاکې شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړه چې د کاپیسا له نجراب ولسوالۍ څخه د وسله والو طالبانو د ایستلو په هدف د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د کاپیسا د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو په اساس اله سای او نجراب د یاد ولایت له نا امنه ولسوالیو څخه دي چې وسله والو طالبانو ترڅنګ بهرني جنګیالي هم پکې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG