د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو واکسیناتورانو ته موټرسایکلونه ورکړل شول


په خوست ولایت کې د هیلت نیټ روغتیایي مؤسسې د بل ګیټس بنسټ په ملاتړ د لرو پرتو ولسوالیو واکسین کوونکو او صحي مبلغینو ته د ټرانسپورټي اسانتیا په موخه ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وویشل.

واکسیناتورانو ویلي د خوست زیاترو سیمو ته د دوی لاسرسی ستونزمن و خو د ټرانسپورټي وسایطو په مرسته به د واکسین د تطبیق ساحه نوره هم پراخه شي.

ځایي روغتیایي مسؤولین وایي له دې سره به له لاسرسي بهر هغه ساحې د پولیو واکسیناتورانو ترپوښښ لاندې راشي چې وړاندې پکې د تګ راتګ ستونزې موجودې وې او دوی به د ګوزڼ مخنیوي ته نور هم نږدې شي.

په خوست کې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست، ډاکټر شېراګل ځدراڼ امریکا غږ ته وویل: "اکثریت هغه لرې پرتې ولسوالۍ چې هلته رسیدګي نه شوه کیدای یا ورته عامه سړکونه نشته نو د سروې له مخې چې هلته باید لاسرسی وشي یا واکسیناتور ورسیږي او یا هغه صحي خدمات چې خلک یې د مشکلاتو سره لاس او ګریوان ؤ د موټر سایکلونو په وسیله به دا ستونزې حل او سیمې به تر پوښښ لاندې راشي."

د هیلت نیټ مؤسسې ولایتي مسؤولین وایي د خوست اکثریت ولسوالۍ په لرې پرتو غرنیو سیمو کې موقعیت لري او د اړتیا لمخې به بیا هم د واکسیناتورانو د ستونزو اواري ته لومړیتوب ورکړي.

د هیلت نیټ مؤسسې مسؤول، ډاکټر عبدالولي زړه سواند په دې هکله امریکاغږ ته وویل: "دلته په خوست کې موټر سایکلونو ته ضرورت دی ځکه غرنۍ سیمې ډېرې دي، اکثره ولسوالۍ ډیرې لرې پرتې دي نو واکسیناتورانو نه شول کولای چې یا په پښو هلته رسیدګي وکړي نو د ضرورت او ارزونې له مخې موږ دوی ته موټرسایکل توزیع کوو. کومه ارزونه چې مونږ کړې ده، په اوسنیو حالاتو کې تر ۹۰ سلنې کولای شو ساحې ترپوښښ لاندې راولو، اړتیا ته په کتو بیاهم واکسیناتورانو ته ورته اسانتیاووې په پلان کې لرو."

د خوست د مختلفو ولسوالیو واکسیناتوران په دې خوښ دي چې د پولیو واکسین د موثر تطبیق په هدف ورته ټرانسپورټي اسانتیا برابریږي.

د خوست یو واکسیناتور، عاطف محمد، امریکاغږ ته وویل: "اوس چې کوم موټرسایکلونه موږ ته راکړل شوي، موږ پدې باور یو چې پخپل ټاکلي وخت به د خلکو ترکورونو ځانونه رسوو؛ کوم ماشومان یا کورنۍ چې موږ ته په وخت رسیدګي نشي کولای موږ به پسې ورځو دوی ته به رسیده ګي کوو."

د دې ولایت یو بل واکسیناتور، احسان الله بیا په خپلو خبرو کې وویل: "تاسو ته مالومه ده چې د موسی خېلو ولسوالۍ یوه لرې پرته غرییزه سیمه ده نو پیاده تګ راتک ډېر ستونزمن دی، هلته نو د تراسپورتي ستونزو په اواریدو به ټولې له لاس وتلې سیمې تر پوښښ لاندې راشي اوخلکو ته به د پولیو واکسین د دوی تر کورونو ورسیږي."

محمد جلیل چې له کلونو راهیسې په خوست کې د واکسیناتور په توګه کار کوي، له دې اقدامه خوښ بریښي او وايي:"موږ خپله هم دومره وس او توان نلرو چې په خپل شخصي لګښت موټر دربس کو او د علیشېرو بازار څخه یوې لرې اطرافي سیمې ته لاړ شو؛ مخکې به چې لاړو نو مجبور به ؤ چې هلته شپه وکو ځکه د بیرته راتګ امکانات موږ سره نه ؤ چې کلینیک ته ځان ورسوو."

د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې د خوست په لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین د زیات واټن او نورو تولنیزو ستونزو له امله ټولو ماشومانو ته نه دي تطبیق شوی خو هیلې شته چې له دې اسانتیاوو په ګټه اخیستو به سپینې ساحې د واکسیناتورانو ترپوښښ لاندې راشي او د دې معلولونکې ویروس خطر په کموالي کې به لاډېره مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG