د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه افغانستان کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره د ۳۶ میلیونو یورو مرسته کوي


اروپايي ټولنې ویلي دا نوې مرسته به د یو این ایچ سي ار له لارې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر تر میاشتې د افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو د خیرښیګنې په چارو مصرف شي.
اروپايي ټولنې ویلي دا نوې مرسته به د یو این ایچ سي ار له لارې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر تر میاشتې د افغان کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کسانو د خیرښیګنې په چارو مصرف شي.

د اروپايي ټولنې دفتر وایي چې دغې ټولنې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ سره د افغان کډوالو د خیر ښیګڼې چارو ته د مرستو د برابرولو لپاره د ۳۶ میلیونو یورو د مرستې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

دغې ټولنې د جمعې په ورځ ناوخته جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغې نوې مرستې څخه به په افغانستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې میشت افغان کډوالو او بې ځایه شویو افغانانو پروګرامونو ته مرستې برابرې شي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې ددغو ۳۶ میلیونو یورو دغه مرسته به افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو او په دغه هیواد کې په کور دننه بې ځایه شویو کورنیو ته د بدلیل معیشت د فرصتونو د برابرولو او اساسي خدمتونو د چمتو کولو په چارو کې په مصرف ورسول شي. دغې ټولنې ویلي چې د اروپايي ټولنې دا مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د ۱۱۰ میلیونو یورو د پراخه پروګرام یوه برخه ده.

اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان د نړۍ یو د هغو هیوادونو له ډلې دی چې زیات شمیر وګړي یې د کډوالۍ حالت کې ژوند کوي چې په ټولنه نړۍ کې یې د ثبت شویو کډوالو شمیر تر ۲.۶ میلیونو پورې کسانو ته رسیږي

اروپايي ټولنې ویلي چې ددغه شمیر ۲.۲ میلیونه یې په ایران او پاکستان کې دیره دي. ددې سربیره په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه پر کور دننه بې ځایه شوي کسان ژوند کوي او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې راوروسته په سلګونو زره نور افغانان له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې که څه هم اوسمهال په افغانستان کې په فعال ډول جګړه په کور دننه د خلکو د بې ځایه کیدو اساسي سبب نه ګرځي، خو دا هیواد بشري بحران سره مخ دی چې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي، ماشومانو شاقه کارونو او د ښځو او نجونو د ګرځیدو او نورو حقونو په برخو کې د محدودیتونو په ګډون د ساتنې د سختو مسایلو څخه ترکیب شوی دی.

ددې سربیره اروپايی ټولنې ویلي چې دا هیواد د اقلیم د بدلون له اغیزو څخه د زیانمنونکي هیواد په توګه هم پاتې دی، چې په منظم ډول د طبیعي ناورینونو سره هم مخ دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ به د کډوالو د ثبت او هغوی ته حقوقي مرستې او اساسي خدمتونه لکه روغتیايی او د ښوونې روزنې په برخو کې خدمتونه چمتو کړي.

په دې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر د شارژدافیرې ورونیکا بوسکوویچ پوهر، له قوله ویل شوي : "اروپايي ټولنه به د حرکت په حال کې افغانانو سره خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره دا نوې مرسته په دې ساحه کې د اروپايي ټولنې د سترو هڅو یوه برخه ده چې د افغانستان په دننه او ګاونډیو هیوادونو کې بې ځایه شویو ښځو، سړیو او ماشومانو ته د کډوالۍ د فرصتونو څخه د ملاتړ او اساسي خدمتونو په برخو کې ترسره کیږي".

میرمن پوهر ویلي چې د اروپايي ټولنې دا مرسته به د خلکو او ټولنو د ژوند په ښه کیدو کې مهم رول ولوبوي.

په دې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ شي ار) د دفتر د رئیس عرفات جمال له قوله ویل شوي چې پر دغې مرستې به نه یوازې د بې ځایه شویو کورنیو ته د ژوند د ژغورنې لپاره حیاتي خدمتونه وړاندې شي، بلکې د هغوی ټولنو ته به هم ترې ګټه ورسیږي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروګرام په روان ۲۰۲۵ کال کې پیل شوی او د ۲۰۲۷ کال د دسمبر تر میاشتې به دوام ومومي.

دا په روان ۲۰۲۵ کال کې افغانستان سره د اروپايي ټولنې لومړنۍ مرسته ده چې اسناد یې د جمعې په ورځ لاسلیک شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته چې طالبانوپه افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې دغه هیواد سره نړیوالې مرستې ډیرې کمې شوي دي، چې له امله یې ملګري ملتونه افغانانو ته د بشري مرستو ځینو پروګرامونو بندیدو او یا محدودولو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو غوښتنه کړې وه چې د بشري حقونو د څار د سازمان د معلوماتو له مخې نړیوالې ټولنې د تیرکال د نومبر تر میاشتې ددغو پیسو یوازې ۳۱ فیصده بودیجه برابره کړې وه.

ملګرو ملتونو په روان ۲۰۲۵ کال کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوامن لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۲.۴۸ یې میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې ده.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې بشري مرستو د رسولو ادارو ددغه شمیر ۱‍۶.۸ میلیونو کسانو ته د مرستې د چمتو کولو پروګرام ترتیب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA)، د ډسمبر ۱۸(لیندۍ ۲۸) په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانانو د بشري اړتیاو په اړه په یو راپور کې ویلي چې په راروان ۲۰۲۵ کال کې به هم د افغانستان د نفوس نږدې نیمايي وګړي د ژوند د تیرولو لپاره په نړیوالو مرستو اتکا ولري.

د بشري مرستو د برابرولو په پروګرام کې د خوړو مرستې، په بیړني ډول سرپناه، روغتیايي خدمتونه، د تغذیي خدمتونه، پوهنه، څښلو پاکې اوبه، حفظ الصحې توکي او د مختلفو اهدافو لپاره نغدې مرستې د نورو سکټوري ملاتړ د برابرولو مرستې شاملې دي".

اوچا ویلي چې د اړمنو افغانانو د ساتنې په ډلو کې په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او ماشومان او هغوی چې د معلولیت څخه کړیږي شامل دي او ددې ډاډ ترلاسه کولو لپاره چې د هغوی بشري اړتیاوې نورې هم زیاتې نشي د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې د اساسي ډلو په توګه پاتې شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG