د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په حقانیه مدرسه کې په ځانمرګي برید کې د مدرسې مشر مولانا حامدالحق وژل شوی


د خیبرپښتونخوا د اکوړه خټک په سیمه کې په حقانیه مدرسه کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی.
د خیبرپښتونخوا د اکوړه خټک په سیمه کې په حقانیه مدرسه کې د جمعې د لمانځه پر مهال ځانمرګی برید شوی.

په پاکستان کې امنیتي مسئولینو د جمعې په ورځ، فبروري ۲۸ (کب ۱۰) وویل چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې په ځانمرګي برید کې ددغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونو کسان ژوبل شوي دي.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، چاودنه د مدرسې په جومات کې د جمعې د ورځې د لمانځه پر مهال شوې ده. د سیمې د پولیسو مشر عبدالرشید وویل چې د پیښې په دې اړه پلټنې پیل شوي او زخمیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د خېبر پښتونخوا د ایالت د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي چې د ځانمرګي برید هدف مولانا حامد الحق و. خپلواکو سرچینو د ټپیانو شمیر تر ۳۰ پورې ښودلی دی

مولانا حامد الحق د مولانا سیمع الحق مشر زوی دی چې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی هم پاتې شوی او د خپل پلار له وژل کېدو راپدیخوا یې د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام (س) مشري په غاړه لرله.

د هغه پلار مولانا سمیع الحق چې "د طالبانو پلار" بلل کېده، په ۲۰۱۸ کال کې په خپل کور کې د چاق په برید کې ووژل شو.

د حامدالحق کورنۍ تائید کړې ده چې هغه د جمعې د ورځې په برید کې وژل شوی او پر خپلو ملاتړو یې غږ کړی چې ارام پاتې شي.

د مولانا حامد الحق د زوي ثاني حقاني له قوله ځینو پاکستاني تلویزیوني چینلونو ویلي چې د چاودنې په وخت جومات کې په سلګونو لمونځ کوونکي حاضر وو.

تراوسه هیچا ددې برید مسئولیت ندی اخیستی.

دا پیښه په داسې حال کې شوې چې د شنبې یا یکشنبې په ورځ د روژې مبارکه میاشت پیل کیږي.

د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وویل چې د پیښې پر مهال له لسو زیاتو پولیسو ددغه جومات امنیت نیولی و. د هغه په وینا، د حقانیه مدرسه خپل امنیت ساتونکي هم لري.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې امنیتي پیښې زیاتې شوي دي.

په ۲۰۲۳ کې په پيښور کې په یو جومات کې په ځانمرګي برید کې ۱۰۰ کسان ووژل شول چې زیاتره یې پولیس وو.

د پاکستان چارواکو د زیاتره بریدونو پړه د "تحریک طالبان پاکستان" پر ډلې اچولې ده.

خو پاکستاني طالبانو هیڅکله په جوماتونو کې د برید مسئولیت ندی اخیستی او ویلي یې دي چې په عبادتځایونو باندې بریدونه نه کوي.

ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG