ټاکل شوې ده چې اسرائیل او حماس د شنبې په ورځ یو شمېر نور یرغمل او بندیان تبادله کړي، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستی وړاندیز چې وايي د غزې د تړانګې د دوو میلیونو فلسطینیانو له وتلو وروسته باید امریکا د دې تړانګې کنټرول ترلاسه کړي، د دواړو اړخونو ترمنځ د مؤقت اوربند د راتلونکي په اړه اندېښنې او پوښتنې را ولاړې کړې دي.
په ورته وخت کې، په اسرائیل کې د بشري حقونو یوې ډلې د جمعې په ورځ، فبرورۍ ۷ (سلواغې ۱۹مه) د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له حکومت څخه غوښتي، چې د غزې د اوربند پلي کېدو ته ژمن واوسي. دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو د منځني ختیځ او له هغې ور هاخوا د پراخو غبرګونونو لامل شوې دي.
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ماښام، فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶)، د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سپینې ماڼۍ کې په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر لاسه کړي، پدې تړانګې کې میشت فلسطینیان به په نورو هیوادونو کې میشت کړي او غزه به د منځني ختیځ په ترټولو په ښایسته سیاحتي سیمه بدله کړي.
په ورته وخت کې واشنګټن ډي سي ته د اسرائیل د صدراعظم د سفر پر مهال او د ډونالډ ټرمپ تر څرګندونو وروسته، اسرائیل خپل پوځ ته امر کړی چې "په خپلې خوښې" له غزې څخه د دغه سیمې د اوسېدونکو د لېږد لپاره چمتووالی ونیسي.
خو حماس د ولسمشر ټرمپ دغه پلان "په بشپړه توګه د نه منلو وړ " بللی دی. د دغه ډلې ویاند حازم قاسم وویل: "د واشنګټن لخوا د غزې د کنټرول په اړه د ټرمپ څرګندونې، په ښکاره توګه د دې سیمې د اشغال په مانا دی."
بلخوا په اسرائیل کې د بشري حقونو ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي:" ولس د یرغمال شویو کسانو بیرته راستنیدو ته سترګي په لار دي ... باید ډاډ ترلاسه شي چې د دې موافقې ټولې برخې؛ د وروستي کس تر خوشې کیدو پورې، په بشپړ ډول پلي شي."
د حماس په مشرۍ فلسطيني جنګالیو تر دې دمه، ۱۸ اسرائیلي یرغمال خوشې کړي چې په وړاندې یې ۶۰۰ فلسطیني بندیان د اسرائیل له زندانونو خلاص شوي دي.
پداسې حال کې چې د اسرائیلي یرغمالو او فلسطیني بندیانو د تبادلې پنځم پړاو د شنبې په ورځ تر سره کېږي، خو لا هم روښانه نه ده چې حماس به څو تنه یرغمل خوشې کوي او اسرائیل به د دغو یرغملو په بدل کې څو تنه فلسطیني بندیان آزادوي.
په اسرائیل کې د بشري حقونو ډلې فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي: "پدې اړه موږ هیڅ تازه معلومات نه لرو، چې د شنبې په ورځ به څو تنه یرغمال خوشې شي."
خو د 'فلسطیني بندیانو د حقونو د ملاتړ ډلې' بیا د جمعې ورځې ناوخته وویل، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د یرغمال او بندیانو د تبادلې په پنځم پړاو کې به اسرائیل، ۱۸۳ تنه بندیان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي.
د دغې غیر دولتي فلسطیني سازمان ویاندې، آماني سراحنه، فرانسپرس خبري اژانس ته وویل: "د هغو کسانو په منځ کې چې ټاکل شوې خوشې شي؛ ۱۸ تنه په عمري بند، ۵۴ تنه یې په اوږدمهاله بند محکوم شوي او ۱۱۱ تنه نور یې د غزې هغه اوسیدونکي دي، چې د اکتوبر د اوومې نېټې وروسته نیول شوي دي."
بلخوا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د اسرائیل له یوې تلویزیونې شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې "هدف یې د اوربند د لومړی پړاو عملي کېدل دي." هغه وویل: " هیله من یم؛ دویم پړاو چې ډېر پیچلی پړاو دی، هغه هم ترلاسه کړو. "
ټاکل شوې وه چې د اوربند ددویم پړاو خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي، خو ددې خبرو اترو د وضعیت په اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه دی خپاره شوي.
د اوربند دویم پړاو د خبرواترو موخه، د نورو یرغمالو خوشې کول او د جګړې دایمي پای ته رسیدو لپاره د لارې هوارول دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس لخوا په اسرائیل باندې د ناڅاپي برید سره پیل شوه.
ددغه برید په بهیر کې، د حماس جنګیالیو ۲۵۱ تنه اسرائیلي یرغمال غزې ته یوړل. له دغې ډلې ۶۷ تنه لاهم د حماس په ولکه کې دي، چې د اسرائیل پوځ په وینا، ۳۴ تنه یې مړه شوي دي.
په غزې باندې د اسرائیل په هوایي بمباریو او ځمکني یرغل کې بیا څه باندې ۴۷ زره کسان وژل شوي چې د حماس تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي اکثریت وژل شوي ماشومان او میرمنې دي.
فورم \ دبحث خونه