د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د حج او اوقافو رئیس په یو برید کې ټپي شوی


ارشیف
ارشیف

د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د حج او اوقافو رئیس مولوي محمد عمر نن سهار په غلچکي برید کې ټپي او موټر چلونکی يې وژل شوی دی.

پولیس وايي، چې پيښه نن د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ ( مرغومې ۴) سهار ۹ بجې د کندهار ښار په ۱۳ مه حوزه کې د چوڼۍ په سیمه کې شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن جمال بارکزي امریکا غږ ته پیښه تائید کړه او و‌ویل چې مولوي محمد عمر له خپل کور څخه د دفتر په لور روان و چي برید کونکو د چوڼۍ په سیمه کې پرې ډزې وکړې.

ښاغلي بارکزي وویل: "پخپله ټپي شوی خو موټر چلونکی يې وژل شوی دی. د پېښي سیمه د امنیتي کسانو له لورې تر پلټنې لاندې ده تر څو د پېښي عاملین ونیول شي".

په دې وروستیو اونیو کې د کندهار په ګډون د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې هدفي وژنې زیاتې شوي، چې په کې د افغان حکومت د چارواکو سربیره خبریال او د مدني ټولنې فعالین هم په نښه شوي دي.

تر اوسه چا د کندهار د حج او اوقافو پر رئیس د شوي برید مسئولیت په غاړه ندی اخیستی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، چې اکثره دغه بریدونه د طالبانو له خوا ترسره کیږي. ښاغلي صالح د پنجشنبې د ورځې د شپږ نیمو بجې امنیتي غوندې وروسته د خپل فیسبوک په پاڼه لیکلي، چې د دغو غونډو په پیل کې یې ویلي وو، چې طالبانو پریکړه کړې، چې د مدني ټولنې پر غړو بریدونه وکړي او د هغوی اواز غلی کړي.

XS
SM
MD
LG