د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د میراثي سیاست رول


عکس ارشیف: د پاکستان انتخاباتي مبارزې
عکس ارشیف: د پاکستان انتخاباتي مبارزې

په پاکستان کې د ډېرو ګوندونو مشرتابه د هغو کورنیو درېم یا څلورم نسل دی چې دمخه یې پلرونو یا نیکونو ددغو ګوندونو مشري کوله.

د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه د پاکستان د مرکزي پارلمان او ایالتي اسمبلیانو لپاره په ټولټاکنو کې اکثر کاندیدان هغه شخصیتونه دي چې سیاست ورته په میراث پاتې شوی دی.

په اوسنیو ټولټاکنو کې د سیاسي کورنیو کاندیدان

دا مهال په پښتني سیمو کې جمعیت علمای اسلام، عوامي نیشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ هغه درې لوی ګوندونه دي چې مشرتابه یې له کورنیو څځه ورته په میراث پاته دی.

مولانا فضل الرحمن ته د ګوند مشري له خپل پلار مولانا مفتي محمود څخه ور پاتې ده او د خپلې کورنۍ د یو شمېر نورو غړو په ګډون اوسینو ټاکنو ته کاندیدان دي.

عین کیسه د عوامي نیشنل پارټۍ هم ده چې د ګوند مشري یې اېمل ولي خان ته له خپل پلار څخه په میراث ورپاتې ده او اوسنیو انتخاباتو ته هم کاندید دی.

د پښتنو یو بل مهم ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټي ده چې مشري یې محمود خان اڅکزی کوي، هغه ته هم ګوند له خپل پلار عبدالصمد خان اڅکزي څخه په میراث ورپاتې دی. نوموړی او د هغه د کورنۍ یو شمېر نور غړې دا مهال د پاکستان ټولټاکنو ته کاندیدان دي.

د پاکستان په کچه مسلم لیګ هغه ګوند دی چې د نواز شریف کورنۍ یې مشري پر غاړه لري او د کورنۍ ګڼ غړي یې اوسنیو انتخاباتو ته نوماندان دي.

بل لوی ګوند بیا پاکستان پیپلز پارټي ده چې مشري یې د پاکستان د پخواني صدراعظم ذوالفقار علي بوټو کړوسی بلاول بوټو زرداري کوي او نوموړی هم پارلماني څوکۍ ته ولاړ دی.

ګڼې نورې داسې سیاسي کورنۍ شته چې د پاکستان اوسنیو انتخاباتو کې یې د کورنۍ غړي په ټاکنیزو سیالیو بوخت دي.


د مورثي سیاست ګټې او تاوانونه

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې مورثي سیاست ګټه او تاوان داوړه لري: «ګټې یې دا دي چې که یوه کورنۍ په سیاست کې راروانه وي نو د هغوی د کلونو کلونو تجربې نوي کهول ته په میراث کې پاتې کېږي. لکه د باچا خان او ذوالفقار علي بوټو یا نورې کورنۍ چې دي، خو نقصان هم لري، لکه اوس د مولانا فضل الرحمن د کورنۍ ۱۱ نفره په سیاست کې دي، د خیبر پښتونخوا په درې، څلورو ضلعو کې د دې کورنۍ پرته بل څوک نه ښکاري، یوازې د ده زامن، وروڼه او ورېرونه په سیاست کې دي او دغه یې نقصان دی.»

شاهد شمیم زیاتوي چې په پاکستان کې یوه بله مسله دا ده چې دلته په سیاست کې د پوځي‌ایسټبلشمنټ مداخله ډېره زیاته ده چې د هغې له وجې په سیاسي او جمهوري ادارو باندې د ولس باور ډېر زیات کم شوی دی.

هغه وایي: «پر سیاست او سیاسي ګوندونو د خلکو اعتماد پاتې نه دی، خو بیا هم که جمهوریت وده وکړي، سیاسي کورنۍ خپلې تېروتنې تکرار نه کړي، جمهوریت پیاوړی شي، چې کله ریاستي ادارې خودمختیاره او مضبوطې شي، یوه اداره په بله کې مداخلت بند کړي نو هله به مورثي سیاست هم ختم شي.»

د میراثي سیاست تاریخ

پاکستان هم لکه د جنوبي اسیا او د نورې نړۍ د ځینو هېوادونو غوندې د مورثي سیاست تاریخ لري. تاریخپو او شنونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: «که چېرې موږ د نړۍ سیاسي تاریخ وګورو، نو د شاهي نظام تر ړنګېدو وروسته چې کله په ډېرو هېوادونو کې ولسواکي راغله، سیاسي ګوندونه او تحریکونه راپورته شول، د دغه سیاسي ګوندونو د مخکښانو کورنیو وروسته د خپلو ګوندونو مشري پر غاړه واخیسته لکه په شاهي نظام کې تر پلار وروسته به زوی او بیا دغسې به دغه لړۍ پسې روانه وه نو اوس په جمهوریت کې هم ورته کیسه روانه ده.»

ډاکټر برکت شاه زیاتوي، په سوېلي اسیا کې کله چې د انګلیسي ښکېلاک پرضد د کومو سیاسي غورځنګونو مشري چا کوله نو د ښکېلاک تر ختمېدو پس په ولسواکۍ کې د همدغه مشرانو کورنیو ته د خپلو ګوندونو مشري په میراث پاتې شوه.

برکت شاه وایي: «که موږ وګورو له تېرو څه باندې ۷۰ کلونو راهیسې د هند، بنګله دېش، پاکستان او سريلانکا په سیاست او واکمنۍ کې د سیاسي وارثانو په توګه خپل سیاسي سلطنتونه جوړ او ودان کړي دي. په پاکستان کې هغه فیوډالان چې د انګرېزي ښکېلاک تر سیوري لاندې یې وده موندلې وه، نن هم د سیاست او ریاست پر چارو واکمن دي. لکه د بېلګې په توګه د ذولفقار علي‌بوټو کورنۍ دا دی درېم نسل د سیاست به نظام کې تر ټولو زورور رول لري. هم داسې د پنجاب او سیند ایالت ګڼې نورې کورنۍ لکه لغاریان، چودریان، ټوانه، او یا نورو هغو، چې د انګرېزي ښکېلاک پرمهال یې طاقت موندلی دی، او اوس د پاکستان په سیاست کې دوامداره مهم رول لري.»

د پښتني سیمې سیاسي کورنۍ

ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي، «که د پښتون ملتپالي سیاست برسېرنه څېړنه وکړل شي، نو باچا خان په شمالي پښتونخوا او عبدالصمد خان اڅکزي په سوهېلي پښتونخوا کې د انګرېزي استعمار او د هند تر وېش وروسته دوامداره مبارزه کړې ده، همدا ډول مولانا مفتي محمود سیاسي مبارزه له چا وډره [پټه] نه ده، خو د پاکستان تر جوړېدو وروسته لکه څه ډول چې د ملک په مرکزي او ښي-لاسو ګوندونو کې وراثت او مخکښي په خاندانونو کې پاتې شوې ده، همدغه سیاسي دود د پښتنو په سیمو کې هم غزونې کړې دي. که د پښتني سیمو سیاسي چاپېریال ته عمومي کتنه وکړو نو د همدغو کورنیو درېم او څلورم نسل د ملي سیاست او مذهبي سیاست وارثان دي.»

په جنوبي اسیا کې د کورنیو پر سیاست غلبه

شنونکی ډاکټر برکت شاه وايي، په سیاست کې د خاندانونو غلبې ته د جنوبي اسیا سیاسي پدیده ویل کېږي، د هغې بنیادي علت دا ګڼل کېږي، چې دلته د مترقي او جمهوري ګوندونو په جوړښت یا تنظیمي ساخت کې د جمهوري قدرونو او اصولونو له سره شتون نشته، او کله چې له پارلماني سیاست سره فنډونه او مالي ګټې وتړل شوې، نو دغه کورنۍ د ملک په سیاسي شتمنو کورنیو او سیاسي اشرافیه ورګډې شوې دي، همدغه لاملونه دي، چې دا مهال د پښتنو په سیمو کې چې کوم زورور سیاسي ګوندونه دي، په هغه کې درېم یا څلورم نسل دا وخت سیاسي وراثت، او ګوند چې څه نوم ګټلی دی، یا چې په ولس کې یې څه جرړې او رېښې پاتې شوي دي، نو هغه ټول دوی د خپل ځان ذاتي ملکیت ګڼي.

مورثي سیاست

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو شنونکی اکرام هوتي بیا په دې نظر دی چې خانداني سیاست د ولس په زور او باور کېږي.

د نوموړي په اند هغه سیاسي کورنۍ چې د ولس لپاره یې مبارزه کړې وي، او د ولس خدمت کوي، پکار دی چې سیاست وکړي: «په خپل ولس کې د سیاست لپاره اعتبار ډېر مهم دی، نو د دې لپاره ضروري ده چې یو کس خپل کورنی سیاسي شالید او تاریخ ولري، ولسي رېښې ولري، او علم ولري، نو دا دومره ښېګېړې چې یو سړی ولري، نو څه وشو چې هغه ته سیاست په میراث کې پاتې شوی دی، دغسې کس ضایع کول نه دی پکار، بلکې له هغه څخه د ولس لپاره ښه سیاسي ګټه اخیستل پکار ده. د بلېګې په توګه د امریکا پخواني ولسشمر بیل کلنټن خپله مېرمن هېلري کلنټن سیاست ته راواېستله، پخواني ولسشمر جارج بوش خپل زوی جارج ډبلیو بوش په سیاست ورګډ کړ. په هند او ګڼو نورو هېوادونو کې هم سیاسي خاندانونه په لوی شمېر کې شتون لري.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG