د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۴۰زره افغانانو د امریکا لنډ مهاله ویزو ته غوښتنلیکونه سپارلي 


امریکا د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۳۰ افغانان واېستل
امریکا د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۳۰ افغانان واېستل

د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) وايي چې په تېرو څو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰۰۰ افغانانو، چې له امریکا د باندې اوسیږي، د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) لپاره غوښتنلیکونه سپارلي‌ دي.

د دغې ادارې یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې په دغو لسګونه زرو غوښتنلیکونو کې تر دې دمه یوازې ۱۶۰ غوښتنلیکونه په مشروط ډول منل شوي او ۹۳۰ نور یې تر دې دمه رد شوي‌ دي. معلومه نه ده چې دا پاتې غوښتنلیکونه به په څومره وخت کې وارزول شي.

دا غوښتنلیکونه تر ډېره د هغو افغانانو دي چې وايي په افغانستان کې د طالبانو په نظام کې یې ژوند په خطر کې دی او باید له هغه هېواد څخه واېستل شي.

په امریکا کې د کډوالو او بشري حقونو یو شمېر فعالان په حکومت او د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو په ادارې انتقاد کوي چې د بشر دوستانه ویزو پروسه یې پیچلې او شرایط یې سخت دي.

د هغو افغانو لپاره چې د امریکا له حکومت سره مستقیمآ تماس نلري خو فکر کوي چې ژوند یې په خطر کې دی، دا ویزې له افغانستان څخه د وتلو یوازینۍ لاره بلل کیږي.

د کډوالو د حقونو یوې فعالې مهسا خانبابي امریکا غږ ته وویل چې د دې یو ښه مثال ښځینه قاضیانې دي چې د امریکا له حکومت سره مستقیمآ تماس نلري، خو ژوند یې په خطر کې دی او بشر دوستانه ویزو ته عاجل ضرورت لري.

هغې وویل چې دې ادارې د ویزو اخیستلو شرایط سخت کړي‌ او «یوه ستونزه د دوی تصمیم دی چې چا ته ویزې ورکړې» او چا ته یې ورنکړي.

هغې مخکې هم امریکا غږ ته ویلي وو چې دا شرایط داسې معنی ورکوي چې باید د طالبانو لخوا یو مکتوب دې ادارې ته ورکړل شي چې پکې لیکل شوي وي، «په تاسو [د ویزو په متقاضیانو] برید نکوو. واضح خبره ده چې دا د اجرا وړ ندی. په افغانستان کې وضعیت په اوس وخت کې ډیر خطرناک او د اندیښنې وړ دی».

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې یو ویاند امریکا غږ ته وویل چې معمولآ دوی ته هرکال دنړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د بشردوستانه ویزې (Humanitarian Parole) لپاره څه کم ۲۰۰۰ غوښتنلیکونه سپارل کیږي چې د ۵۰۰ او ۷۰۰ ترمنځ یې منل کېږي ‌او پاتې یې رد کیږي.

سږکال یوازې ۴۰۰۰۰ افغانانو غوښتنلیکونه سپارلي دي. دې ادارې شکایت کاوه چې د کارکوونکو شمېر یې هم کم دی. ځینو امریکايي وکیلانو له حکومت څخه غوښتي وو چې د دغې ادارې د کارکوونکو شمېر دې زیات کړي.

د غوښتنلیکونو د سپارلو د ځینو فورمونو د ډکولو تر څنګ، باید له هر غوښتنلیک سره ۵۷۵ ډالر فیس هم ورکړل شي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته «اسلامي‌ جمهوري نظام» نسکور شو، امریکا، ناټو او نور نړیوال سازمانونه له افغانستان څخه ووتل. امریکا د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ کسان له افغانستان څخه واېستل چې د مخکني حکومت مسئولین، کارکوونکي، د امریکا او ناټو همکاران، د بشري‌ حقونو فعالان، خبریالان او نور په کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG