د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان ویلي دي که د اوکراین جګړې د ختمېدو لپاره مذاکرات ژر پیل نه شي، دا خطر شته چې اوکراین په یو بل «افغانستان» بدل شي.
اوربان د سویس مجلې نیو زوریخر سره په مرکې کې، چې د دوشنبې په ورځ فبروري درېیمه (سلواغه ۱۵) خپره شوه، په اوکراین کې د اوربند په عاجلې اړتیا ټېنګار کړی او خبرداری یې ورکړی که د سولې مذاکرات ژر پیل نه شي، «د اوکراین تر بشپړې نابودۍ» پورې به ویجاړۍ روانې وې او «اوکراین به د اروپايي ټولنې لپاره په یو بل افغانستان بدل» شي.
نوموړي وويل چې لویدیځ دا «لویه تېروتنه» وکړه چې د اوکراین ملا یې وتړله او په خبره د لویدیځ هېوادونو د دغې جګړې د پراخېدو مخه نیولای او د سولې د مذاکراتو هڅه کولای شوای.
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته، متحدو ایالتونو او لویدیځ هېوادونو له اوکراین سره بشري او پوځي مرستې پيل کړې، د امریکا مخکني ولسمشر جوبایډن کیف ته میلیاردونه ډالر برابر کړل او له لویدیځو هېوادونو څخه یې وغوښتل، چې تر هغه وخت پورې دې دا مرستې وکړې، چې «اوکراین کې دوامداره او عادلانه سوله» راشي.
ډونالډ ټرمپ هم د اوکراین د جګړې په ختمولو ټېنګار کوي، هغه په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ویلي وو که بریالی شو، په ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراین جګړه ختموي. ټرمپ په پوتین باندې د نورو سختو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی او ویلي دي چې زیلینسکي «تړون» ته چمتو دی.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره اونۍ وویل چې هېواد یې له اوکراین سره د سولې خبرې کولای شي، خو له زیلینسکي سره نه، ځکه چې د هغه په خبره زیلینسکی «غیر قانوني» دی. خو د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له دغو څرګندونو وروسته وویل پوتین له مذاکراتو «ډارېږي» او په خپلو «بدبینانو څرګندونو» په اوکراین کې د جګړې د اوږدولو هڅه کوي.
زیلینسکي دوې ورځې مخکې وویل چې د سولې له مذاکراتوڅخه یې د هېواد اېستل به «ډېر خطرناک» وي او په دې اړه یې د کیف او واشنګټن ترمنځ د نورو خبرو غوښتنه وکړه. زیلیسنکي وویل چې باید لومړی له ټرمپ سره د اوکراین د برخلیک په اړه خبرې وشي او بیا له روسانو سره.
هغه اسوشیتډپرس ته وویل: «زه غواړم چې متحده ایالتونه، اوکراین او روسان د مذاکراتو په میز کې ووینم. که رښیتي واوسو، باید د اروپايي ټولنې غږ هم وي، زما په فکر دا به منصفانه او اغیزناک وي. خو دا به څنګه وشي؟ نه پرې پوهېږم؟»
د اوکراین ولسمشر وویل چې د اوکراین د متحدینو له ضمانت پرته که له روسیې سره هر تړون کېږي، د «اینده یرغل» لپاره به یو عمل وي. کیف غواړي چې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړي او زیلیسنکي لا هم دا هیله لري، خو مسکو یې قوي مخالفت کوي.
په دغه راپور کې د رویټرز او اسوشیتدپرس له معلوماتو استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه