د لاس رسي وړ اتصالات

ناروې په بالټیک سمندرګي کې د نوري فایبر کیبل د تخریب په تړاو یوه بېړۍ نیولې


د ناروې د امنیتي مقاماتو د امنیتي مقاماتو په وینا، اوسمهال پدغې بیړۍ کۍ چې ټوله عمله روسان دي دننه د پلټنې، د عملې څخه  پوښتنو او د شواهدو د راټولولو چارې روانې دي.
د ناروې د امنیتي مقاماتو د امنیتي مقاماتو په وینا، اوسمهال پدغې بیړۍ کۍ چې ټوله عمله روسان دي دننه د پلټنې، د عملې څخه  پوښتنو او د شواهدو د راټولولو چارې روانې دي.

د ناروې پولیسو د جمعې په ورځ، جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۲مه) وویل، چې د یاد هېواد اړوند یوه بېړۍ يې د لاتویا د غوښتنې پر بنسټ نيولې ده، چې ګومان کېږي د بالټیک د سمندر په تل کې د نوری فایبر کیبلونو د تخریب په قضیه کې به ښکېله وي.

د"سیلور دانیا" په نوم د ناروې تر بیرغ لاندې چلیدونکې دغه سوداګریزه بېړۍ، د پنجشنبې په ماښام د سینټ پیټرزبورګ او مورمانسک ترمنځ د تګ پر مهال د ناروې د ساحلي ګارډ له خوا ودرول شوه.

دا پداسې حال کې دی چې د بالټیک سمندرګي شاوخوا هېوادونه د وروستیو میاشتو راهیسې، د سمندر په تل کې نوري فایبر کیبلونو ته د احتمالي زیان اړولو د ګمانونو له امله، د خپلو دفاعي تدابیرو د پیاوړتیا هڅې کوي. ځینې کتونکي ادعا کوي چې کیدای شي د دغو احتمالي زیانونو تر شا د روسیې لاس وي.

د ناروې د امنیتي مقاماتو په وینا، اوسمهال ددغې بیړۍ دننه چې ټوله عمله یې روسان دي د پلټنې عمله په پوښتنو او د شواهدو په راټولولو بوخته ده.

خو په ناروې کې میشت د "سیلور سي" شرکت، چې دغه بېړۍ ور پورې اړه لري، د بالټیک سمندرګي په تل کې د نوري فایبر کیبل د تخریب په تړاو، هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.

د دې شرکت مدیر، تورمود فوسمارک د فرانسپرس خبري اژانس ته وویل: "موږ د ګوتلنډ د سیمې شاوخوا کې تګ راتګ کړی، خو هېڅکله هلته تم شوي نه یوو. زه ډاډه یم چې موږ هېڅ کومه سرغړونه نه ده کړې."

نوموړي همدارنګه د روسي عملې پر بې‌ګناهۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه ماڼوګان له ډېر پخوا راهیسې د دې شرکت لپاره کار کوي او په هېڅ راز کوم ناسم اقدام کې ښکیل نه دي.

د سویډن او لاتویا امنیتي مقاماتو د جنورۍ پر ۲۶مه خبر ورکړ، چې د لاتویا د دولتي راډیو او ټلویزیون د مرکز اړوند د نوري فایبر کیبل، چې د سویډن د "ګوتلینډ" ټاپو د لاتویا له "ونتسپیلز" بندر سره تړي، زیانمن شوی دی.

د بلغاریا بېړۍ تر پلټنې لاندې

د سویډن ساحلي ګارډ د روان کال د جنورۍ پر ۲۶مه نېټه، د وِژِن په نوم د بلغاریا یوه بېړۍ چې د مالټا تر بیرغ لاندې یې فعالیت کاوه، د سویډن جنوب ختیځو ساحلو ته نږدې ونیوله.

ګومان کېږي دغه بېړۍ هم یاد کیبل ته د زیان اړولو مسووله وي. د سویډن امنیتي مقاماتو پدې اړه پلټنې پیل کړي دي. د سویډني رسنیو له خوا خپاره شوي عکسونو کې د وِژِن بیړۍ د لنګر یوه برخه ماته شوې ښکاري.

بلخوا د بلغاریا د بیړیو چلولو شرکت ویلي، چې د نوري فایبر د کیبل د تخریب په موضوع کې دوی د وِژِن بېړۍ ښکیلتیا "هيڅ" نه مني. خو د دې قضیې د سویډني څارنوال، ماتس لیونګکویست په وینا، شواهد ښيي چې وِژِن بیړۍ د نوري فایبر کیبل د تخریب مسوول دی.

هغه وویل: "زمونږ هڅې ددغې بېړۍ‌په اړه لکه؛ تخنیکي پلټنې، د عملې او اړوند شرکت په تړاو پوښتنې ګرویژنې روانې دي. "

دا پداسې حال کې دی چې په وروستیو میاشتو کې د بالټیک سمندرګي په تل کې د نوري فایبر د کیبلونو او نورو مهمو زیربنایي کرښو د زیانمنېدو څو پېښې ثبت شوې دي.
له هغې راهیسې چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې په پای کې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ، د فنلنډ او سویډن په ګډون چې اوسمهال د ناټو غړي هېوادونه دي، د بالټیک سمندرګي په څنډه کې پراته هېوادونه د خپلو مهمو سمندري زیربناوو د امنیت ساتنې ته لا زیات پام اړولی دی.

همداراز د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې په نیمایي کې ناټو په بالټیک سمندرګي کې د " څارنې ماموریت " په نوم د سمندري ګزمو یو نوې ماموریت پيل کړی، څو د بالټیک سمندرګي په تل کې د مهمو زیربناوو امنیت لا پسې خوندي کړي. په دې ګزمو کې د ناټو د بیړیو سمندري ګزمې، الوتکې، اوبتلونو او بې پیلوټه الوتکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG