د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک: د طالبانو په حکومت کې د افغانستان اقتصادي وده بې ثباته پاتې ده


نړیوال بانک دوشنبه فبروري ۱۷ (سلواغې ۲۹) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دوامدارو ستونزو، ناڅرګندې پالیسۍ، مالي انزوا، د بهرنیو مرستو کمیدو او د پاکستان سره نازکو سوداګریزو اړیکو له کبله د افغانستان اقتصادي وضعیت بې ثباته دی.

د نړیوال بانک په ارزیابۍ کې ښودل شوې چې په افغانستان کې د بې روزګارۍ، سرچینو محدودیت، پرله پسې لوړې بې وزلې او دا چې دا هیواد د پیریدو ډیر توان نه لري، میلیونونه افغانان یې د خطر سره مخامخ کړي.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان سوداګریز کسر نهه میلیارده ډالره و او ۵۴ په سلو کې لوړ شوی و.

نړیوال بانک ویلي چې تیر کال افغانستان د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت صادارت درلودل چې په عمده توګه د ډبرو سکرو او ټوکرو په صادراتو د کموالي له کبله په صادراتو کې پنځه په سلو کې کموالی راغلی و.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هم د همدې تیرې شنبې په ورځ د افغانستان د صادراتو او وارداتو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي و چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې په تیره میاشت کې د همدې کال د لیندۍ د میاشتې په پرتله ددغه هیواد صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د مرغومې په میاشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۲٫۲ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یې ۱۰۹۷٫۲ ميليونو ډالرو ته رسیدلی و.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د ۱۴۰۳ کال د لیندۍ مياشت کې د افغانستان د صادراتو ټول ارزښت ۱۹۰٫۲ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت یې ۱۰۴۱٫۵ میلیونه ډالره وو.

د نړیوال بانک په راپور کې هم ویل شوي چې د افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادارت ۶۴ په سلو کې ټیټ شوي ځکه چې اوس دا مواد پاکستان ته د پخوا په پرتله لږ صادریږي.

خو د دې ټولو سره سره، د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د تیر مالي کال په لومړنیو لسو میاشتو کې (مارچ ۲۲ ۲۰۲۴ – جنوري ۲۱ ۲۰۲۵) ۱۹۰.۵ میلیارده افغانۍ مالیه راټوله کړې وه چې ۲.۵ میلیارده ډالر کیږي او د افغانستان د داخلي ناخلاصه تولیداتو ۱۲ فیصده کیږي.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي دا چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د پاکستان سره بې ثباته سوداګریزې اړیکې لرې، دې ډلې کوښښ کړی چې د اوزبیکستان، ایران او قزاقستان ته صادرات ډیر کړي خو راپور وایي چې تیر کال دې ګاونډیو هېوادونو ته د افغانستان د ټولو صاداراتو یوازې درې په سلو کې یې همدې هیوادونو ته شوي و.

نړیوال بانک ویلي چې لا هم افغانستان تیر کال تر ټولو ډیر صادرات پاکستان ته درلودل. په دې راپور کې راغلي چې پاکستان ته تیر کال د افغانستان د ټولو صادراتو ۴۵ په سلو کې و او تر پاکستان وروسته بیا هند ته ۳۴ په سلو کې صادرات شوي چې په دویم مقام کې راځي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګست په میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک تر لاسه کړ خو ددې ډلې حکومت تر اوسه هیڅ هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG