د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس په ضد جګړو ته زور ورکړی


اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د حماس جنګیالیو په ضد بریدونو ته زور ورکړی
اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د حماس جنګیالیو په ضد بریدونو ته زور ورکړی

راپورونه وايي چې د اسرائیل پوځ په غزې کې د خپلو ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د حماس ډلې د جنګیالیو په ضد خپلو جګړو ته زور ورکړی دی.

دا جګړه د غزې په شمال کې د «اندونیزیا روغتون» شاوخوا روانه ده، چې تقریباً دریو اونیو راهېسې په کې زرګونه ناروغان او بې ځایه شوي خلک ځای په ځای دي.

دې جګړې د فلسطینیانو په منځ کې دا ویره خپره کړې چې شاید دا روغتون هم تخلیه شي. تر دې مخکې د الشفاء په روغتون کې هم دا کار شوی و.

د اسوشیتډپرس خبري اژانس نن دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) د دغه روغتون او په غزې کې د روغتیا وزارت د مقاماتو له خولې ویلي چې روغتون دویم پوړ په توغندي لګېدلی او لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي دي.

دغو دواړو سرچېنو اسرائیلي ځواکونه تورن کړي چې په روغتون یې توغندی وار کړی دی، خو اسرائیلي مقامات دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د هغو اورپکو ډزو ته ځواب ورکړی چې په روغتون کې دننه دي.

د اندونیزیا روغتون یو کارکوونکي ویلي چې د اسرائیل پوځ ټانګونه د دغه روغتون په نژدې ۲۰۰ میترۍ کې دي او نښه وېشتونکي عسکر یې هم په ورڅېرمو ودانیو کې لیدل کېږي. نوموړي وویل چې دغه روغتون ته تېره شپه لسګونه مړي او زخمیان انتقال شوي دي.

د روغتیا وزارت ویاند اشرف القدره، چې په جنوبي غزه کې دی، وايي نژدې ۶۰۰ ناروغان، ۲۰۰ روغتیايي کارکوونکي او ۲۰۰۰ بې ځایه شوي خلکو په دغه روغتون کې پناه اخیستې ده.

په همدې حال کې مقامات وايي د الشفاء روغتون څخه ۲۸ هغه ماشومان، چې له خپل وخت څخه مخکې زېږېدلي، مصر ته انتقال شوي دي.

اسرائیل وايي حماس ولسي خلک د ډال په توګه کاروي او په خبره یې د الشفاء روغتون په منځ کې او لاندې یې د قوماندي مرکز درلوده. حماس دا تورونه رد کړي دي. خو منتقدین وايي چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د غزې محاصره کول او بې بندوباره بمباري ۲.۳ میلیون فلسطینیانو ته ډله ایزه سزا ورکول دي.

د اکتوبر په اوومې نېټې حماس په اسرائیل باندې ناببره بریدونه وکړل چې د مقاماتو په خبره ۱۲۰۰ اسرائیلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړي دي. په غزې کې مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې څه باندې ۱۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. کومې خپلواکې سرچېنې دا ارقام تائید کړي نه دي.

اسرائیل غزه محاصره کړې، اوبه، خواړه او نور توکي نه پرېږدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG