د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا داعش ته د پېسو مشکوک انتقالوونکي نیولي 


پولیسو لا د نیول شویو هویت افشا کړی نه دی
پولیسو لا د نیول شویو هویت افشا کړی نه دی

په ایټالیا کې پولیس وایي هغه څلور کسان یې نیولي دي‌ چې په اروپا او منځني ختيځ کې به يې د داعش په استازیتوب له خلکو پېسې ټولولې.

پولیس وايي دغه کسان د یوې پلټنې په پایله کې نیول شوي دي.‌ دغو پلټنو د چارواکو په خبره د ترهګرو یوې بلې لویې مشکوکې مالي شبکې ته هم لاره لرله.

نیول شوي کسان تورن دي چې د ایټالیا د «اندریا» له ښار څخه یې د سربیا، جرمني، ترکي، اردن، تایلنډ او روسیې په ګډون د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ترهګرو ۴۲ مشکوکو پېسو ټولوونکو ته ۳۰۰۰۰ یورو لېږلي.

د ایټالیا د مالیي د څانګې یو چارواکي لوکا سیوفي ویلي دي چې پلټنو ښودلې ده چې دغو ۴۲ مشکوکو کسانو له نور خلکو څخه هم شاوخوا یو ملیون یورو ترلاسه کړي ‌دي.

چارواکي وايي دا کسان چې د چهارشنبې په ورځ ونیول شول، په روسیې کې یې دوو کسانو ته ۵۰۰۰ یورو استولي دي، د دغو پېسو تر استولو یوه ورځ مخکې د روسیې په یوه کلیسا باندې برید کې پنځه ښځې ووژل شوې.

لوکا سیوفي رویټرز خبري اژانس ته وویل: «کوم کسان چې نن (دوشنبه جولاۍ۵) نیول شوي دي، بېکاره دي‌ او هېڅ عاید نلري. تحقیقات روان دي چې معلومه شي دوی ته چا دا پېسې ورکړې وې چې بهر ته یې واستوي.»

په ۲۰۱۷ کې د مافیا ضد څارنوالو له هغه وروسته پلټنې پیل کړې چې د پاریس څارنوالو ورته د ۹۵۰ یورو د انتقال په اړه معلومات ورکړل. دا پېسې د ایټالیا څخه په سوریې کې یو کس ته استولې شوې وې.

XS
SM
MD
LG