د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالرشید دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه


د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال او د جنبش اسلامي ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.

دغه مراسم چې نن چهارشنبه جولای ۱۵(چنګاښ ۲۵) په جوزجان کې نیول شوي وو د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر غني د دفتر رئیس شاکر کارګر او یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسیونو په کې ګډون کړی و.

پدغو مراسمو کې نوموړي ته د مارشالۍ رتبې ورکولو په اړه د ولسمشر غني فرمان د شاکر کارګر لخوا ولوستل شو :"د هیواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته په هیواد کې د ثبات د تامین او د هغه د خدمتونو لپاره د مارشالۍ رتبه اعطا کوم."

د مارشالۍ رتبه د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا د عبدالرشید دوستم پر اوږه باندې ور وټمبل شوه.

عبدالرشید دوستم د مارشالۍ رتبې تر لاسه کول د افغانستان د ټولو خلکو ویاړ وباله.

په دې سره عبدالرشید دوستم د افغانستان دریم مارشال شو. د افغانستان دوه نور مارشالان، مارشال سردار شاولي خان او مارشال محمد قسیم فهیم دي.

محمد قسیم فهیم ته د مارشالۍ رتبه د پخواني ولسمشر حامد کرزي لخوا ورکړل شوې وه.

عبدالرشید دوستم له عبدالله عبدالله څخه مننه وکړه چې له ولسمشر غني سره یې سیاسي توافقنامه کې د ده لپاره د مارشالۍ رتبې اخیستل شامل کړي وو.

د سولې بهیر اړوند د عبدالرشید دوستم څرګندونې

عبدالرشید دوستم پر افغان حکومت غږ وکړ چې د طالبانو د پلمې ختملو په هدف د دغه ډلې پاتې بندیان هم ازاد کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې سره به د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه د طالبانو بهانې ختمې شي، خو نوموړي ټينګار وکړ که چیري طالبان تر دې وروسته هم پلمې وکړي، په وینا یې پر وړاندې به یې کلکه مبارزه وکړي.

هغه د طالبانو د ماتولو لپاره یو ځل بیا له ولسمشر غني څخه و غوښتل چې د جګړې مسؤلیت دته وروسپاري.

نوموړي زیاته کړه: "د سولې ملاتړ کوم، خو که چیري ونه شوه، له هغه وروسته مسؤلیت د هغه ډاکټر صاحب (محمد اشرف غني) په اوږو دی، که چیري اجازه راکړي، طالبانو ته ماتې ورکوم د دغه تاریخي مسؤلیت به د جنرال دوستم په اوږو وي."

د ولسمشر غني پخواني لومړي مرستیال همدارنګه وویل وویل چې افغانستان له سیاسي او امنیتي اړخه په حساس پړاو کې دی او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله یې وغوښتل چې تر اختلافاتو تیر شي او خپلو کې یووالی ټینګ کړي.

هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې له افغانستان څخه په وتلو کې بېړه ونه کړي.

جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکول د ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني په سیاسي توافقنامه کې د عبدالله عبدالله له مهمو شرطونو څخه و.

XS
SM
MD
LG