د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) یکشنبه جون ۵ (غبرګولي۱۵) د بالتیک په سمندر کې د امریکا په مشرۍ د بحري ځواکونو نظامي تمرینات پیل کړل چې ټاکل شوې دوه اوونۍ به ادمه ولري.
پدې نظامي تطبیقاتو کې د ۱۶ هیوادونو څه باندې ۷ زره سرتیري برخه لري. چې هوایي، بحري او سمندري ځواکونه پکې برخه لري.
په نظامي تطبیقاتو کې فنلنډ او سویډن ته هم برخه ورکړل شوې چې دواړه یې غواړي د ناټو غړي شي.
د (BALTOPS) په نامه پدې نظامي تطبیقاتو کې ۴۵ جنګي کښتۍ او ۷۵ الوتکې برخه لري. د تمرینات مشري متحده ایالات کوي.
د امریکا د لوی درستیزانو د عمومي کمېټې مشر جنرال مارک میلي د تمریناتو د پیل نه وړاندې وویل چې د ناټو لپاره په ځانګړې توګه مهمه ده چې د سویډن او فلنډ د حکومتونو ملاتړ وکړي.
جنرالي میلي زیاته کړه، "متحده ایالاتو او د ناټو نورو غړیو هیوادونو ته دا مهمه ده چې پدې نظامي تمریناتو کې د فلنډ او سویډن سره خواخوږي وښیو".
دې جګپوړي نظامي چارواکي چې د سویډن د صدراعظمې مګدالینا انډرسن سره یې د دې هیواد په پایتخت کې په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې ټینګار وکړ چې د بالتیک بحیره په ستراتیژیکه توګه مهمه ده او دا یې په نړۍ کې د اوبو تر ټولو ستره لار وبلله.
د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر دا هم وویل چې د روسیې په اند د ناټو سره د فنلنډ او سویډن یو ځای کیدل به "ډیر ستونزې پیدا کوونکي" وي او روسیه به په نظامي توګه د سخت موقف سره مخ شي ځکه چې د بالتیک ساحلي غاړې به په بشپړه توګه د ناټو غړیو هیوادونو په محوطه کې راشي او روسیې ته به یوازې د کالینګراد او سینټ پیټسبرګ ښارونه پاتې شي چې دواړه یې د بالتیک په غاړې پراته دي.
خو د ناټو سره د فلنډ او ناټو د یو ځای کیدو سره ترکیه لا هم چې د دې تړون یو مهم غړی هیواد دی، مخالفه ده. ترکي چارواکي وایي چې دا دواړه هیوادونه د هغو کردي ډلو ملاتړ کوي چې ترکیه یې ترهګر بولي.
د ناټو عمومي منشي ینز سټول ټنبرګ کوښښ کوي د ترکیې اختلاف پای ته ورسوي او قناعت ورته ورکړي.
د BALTOPS نظامي تمرینات د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۲ کې وشول او د کوم ځانګړي ګواښ په ځواب کې نه تر سره کیږي.
خو ناټو وایي د سویډن او فلنډ په ګډون سره دا سازمان غواړي د فرصت څخه په ګټې اخیستو پداسې یوې نړۍ کې د خپلو ګډو ځواکونو قوت او استقامت ډیر کاندي چې حالات پکې د وړاند وینې وړ ندي.