د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلنډ د روغتیا وزیر د کرونا د قرنطین ماتولو له کبله استعفا وکړه


په نیوزلنډ کې د کرونا له کبله تر دې دمه ۲۲ کسان مړه شوي
په نیوزلنډ کې د کرونا له کبله تر دې دمه ۲۲ کسان مړه شوي

د نیوزلنډ د روغتیا وزیرډیویډ کلارک د کروناویرس د قرنطین د محدودیتونو د ماتولو له کبله استعفا وکړه.

پر ښاغلي کلارک نیوکې وې چې د کروناویروس له کبله د قرنطین او لګول شویو محدودیتونو پر مهال یې خپله کورنۍ د سیاحت لپاره د سمندر غاړې ته بیولې او نیوزلنډ ته یې د بهرنیانو د راتګ په اړه اصول نه دي مراعت کړي.

په نیوزلنډ کې د کروناویروس د پېښو په خپرېدو سره هلته قرنطین اعلان شو او خلکو ته وویل شول چې له کورونو دې ونه ووځي. چارواکي وايي دغه کار د کروناویروس په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړه.

د نیوزلنډ حکومت اعلان کړی و چې په بېړنیو او ځانګړو حالاتو کې که کوم بهرنی نیوزلنډ ته راځي باید له نورو جلا وساتل شي او ښه معاینه شي چې په کروناویروس اخته نه وي.

په یوې پېښې کې دوې مېرمنې چې د خپل یو نژدې عزیز جنازې لپاره نیوزلنډ ته تللې وې، له نورو د جلا ساتلو موده یې پوره کړې نه وه او له وخته مخکې پرېښودل شوې وې چې ووځي.

وروسته بیا معلومه شوه چې دا دوې مېرمنې په کرونا اخته وې.

د نیوزلنډ صدراعظمې جسیندرا اردرن د روغتیا د وزیر له استعفا وروسته وویل چې دا ډېره مهمه ده هغه خلک چې د کروناویروس د مخنیوي مسولیت لري، باید د ولس باور او اعتبار له ځان سره ولري.

د حکومت سیاسي ګوند له څو اونیو راهېسې د روغتیا د وزیر د استعفا غوښتنه کوله. نیوزلنډ شاوخوا پنځه میلیون نفوس لري چې ۱۵۲۸ کسان په کې په کرونا اخته شوي وو او ۲۲ مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG