د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو نړیواله ورځ؛ د بشري حقونو څار سازمان یو ځل بیا د طالبانو پر ځواب ویلو ټینګار کړی


د بشري حقونو څار سازمان طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د لګیدلو محدودیتونو پر وړاندې د افغان میرمنو د مبارزې ستاینه کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د لګیدلو محدودیتونو پر وړاندې د افغان میرمنو د مبارزې ستاینه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې مارچ اتم سره هممهاله پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونو د دوام له امله دې دغه ډله ځواب ویلو ته حاضره کړي.

دغه سازمان د جمعې د ورځې ناوخته مارچ اووم ( کب ۱۷) په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو باندې د لګیدلو محدودیتونو پر وړاندې د افغان میرمنو د مبارزې ستاینه کړې او ویلي دي چې هغوی د طالبانو د ځپوونکو اقداماتو د دوام سره سره د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان څیړونکې سحر فطرت ویلي چې افغان میرمنو د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره په یو داسې هیواد کې مبارزه کړې چې د هغوی دا فعالیتونه د سزا او شکنجې سره مل وو.

د سحر فطرت د وینا پراساس په تیرو څه باندې دریو کلنو کې حساب ویلو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو محکمو له خوا یو لړ ګامونه پورته شوي، خو دا اقدامات کافي نه دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان دغې چارواکې د عدالت نړیوالې محکمې ته د طالبانو حاضرولو لپاره د استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ د اقدام یادونه کړې او ویلي دي چې دا کار کولای شي چې طالبان د ښځو پر وړاندې د هرډول تبعیض له منځه وړلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون څخه د سرغړونې له امله ځواب ویلو ته حاضر کړي.

دغو څلورو هیوادونو د تیر ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې اعلان وکړ چې دا هیوادونه دا حقوقي بهیر چې کیدای شي په هاګ کې د عدالت په نړیواله محکمه کې د استماعیه غونډې د جوړیدو سبب شي پیلوي.

ددې دمخه ۲۰ هیوادونو په نیویارک کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د چلند په تړاو ددغو څلورو هیوادونو د حقوقي اقدام څخه ملاتړ اعلان کړی وو.

د بشري حقونو د څار سازمان د وینا پراساس افغان میرمنو د خورا زیاتې زیان منوونکې په پانګونې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي: "اوس باید نړیواله ټولنه او نړیوالې محکمې حقوقي بهیر پرمخ یوسي او همدارنګه طالبان ځواب ویلو ته حاضر کړي ترڅو دا ډله خپلو دغو اقداماتو ته د پای ټکی کیږدي".

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره تبعیضي چلند د طالبانو د حکومت په ملاتړ ترسره کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر مارچ درېیم ( کب ۱۳) دغې شورا ته په نړۍ کې د بشري وضعیت په اړه د څرګندونو پرمهال وویل چې د ملګرو ملتونو د ټولنې د تاسیس راهیسې نړیواله ټولنه د ډیرو په شاتګونو سره مخ شوې ده.

هغه د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د بشري حقونو پر وړاندې ننګونو او ګواښونو یادونه وکړه او افغانستان یې د یو داسې هیواد په توګه یاد کړ چې په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې توپیري چلند د طالبانو د حاکمې ادارې په ملاتړ سره کیږي.

ولکر ترک وویل: "په افغانستان کې ښځې او نجونې د دولت [طالبانو حکومت] پر ملاتړ د جنیست پر بنسټ د توپیري چلند سره چې په نننۍ نړۍ کې بې ساری عمل دی مخ شوي. په مجازي ډ‌ول په خپلو کورونو کې بندیانې دي، هغوی ته د عادي ژوند تیرولو په برخه کې د حرکت، زده کړو او کار په ګډون د لومړنیو او اساسي ازادیو د ورکولو څخه انکار کیږي".

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ملګرو ملتونو په ګډون له کور بهر په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو په ټولنیز ژوند کې هم پر ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي او هغوی یې تر ډیره د عام ژوند څخه ګوښه کړي دي. ملګرو ملتو د ښځو او نجونو سره د طالبانو دا ډول چلند د جنسیت پر بنسټ توپيري چلند ته ورته چلند بللی دی او ویلي دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول نجونې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې له زده کړو منع شوي دي.

طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو څخه د سرغړونو په تړاو د نړیوالو انتقادونو سره سره ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه ددغه هیواد فرهنګ ته په کتنې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې پلي کیږي. طالبانو د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله یاده کړې او ویلي دي چې په کور دننه ددې ستونزې د هوارولو هڅې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG