د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو نړیواله ورځ؛ یوناما له طالبانو د ښځو او نجونو پرحقونو د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې


طالبانو افغانستان کې واک بیا ترلاسه کولو وروسته لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو، کار د بندیز په ګډون ګڼ نور بندیزونه هم لګولی دی.
طالبانو افغانستان کې واک بیا ترلاسه کولو وروسته لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو، کار د بندیز په ګډون ګڼ نور بندیزونه هم لګولی دی.

د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې مارچ اتم سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه پلاوي دفتر "یوناما" د طالبانو له حکومت په کلکه غوښتي چې هغه بندیزونه دې لرې کړي کوم چې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه محروموي.

یوناما د شنبې په ورځ مارچ اتم ( کب ۱۸) په یوه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو پر غړو هیوادونو هم غږ کړی چې د افغان میرمنو د غږونو پر پیاوړتیا، د دوی پر مقاومت، مشرتابه او راتلونکي باندې پانګونه وکړي او پیوستون غږ په عمل بدل کړي.

د مارچ اتمه په ټوله نړۍ کې د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. سږ کال دا ورځ "حقونه، برابري او ځواکمنتیا - د ټولو ښځو او نجونو لپاره" تر نامه لاندې نمانځل کیږي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د مارچ د اتمې ورځې په مناسبت په دغه اعلامیه کې ویلي: " په افغانستان کې یوه مهمه یادونه ده، چیرې چې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه په سیسټماټیک ډول ګوښه کیدو سره مخامخې دي. دا بندیزونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي، او د ملیونونو خلکو لپاره بېوزلي او انزوا زیاتوي".

په دې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: "د دغو سترو بې سارو ننګونو سربیره، افغان میرمنې د خپلو ټولنو مشرۍ، جوړولو او ملاتړ ته دوام ورکوي. دوی د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې خدمتونه وړاندې کوي، سوداګرۍ او مدني ټولنې اداره کوي، او په نه ستړي کیدونکي ډول د خپلو حقونو دفاع کوي. اړینه ده چې د شته او راتلونکو ننګونو د حل لپاره دوی ته مهم رول ورکړل شي. د زده کړې او کار د حقونو بیرته ترلاسه کول به د دوی ژوند، ټولنې او د افغانستان راتلونکی د ټولو لپاره ګټور کړي."

همدا شان میرمن اوتنبایوا ویلي: "په افغانستان کې ملګري ملتونه د دغه هیواد ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او په تدریجي ډول د ټولنیز ژوند څخه د دوی د ګوښه کېدو غندنه کوي. موږ به د افغان ښځو او نجونو د مقاومت او مشرتابه په برخه کې د پانګونې لپاره په خپل ټول توان سره هر هغه څه ته دوام ورکړو، چې د یو سوکاله او ټول ګډونه افغانستان لپاره اړین دي."

یوناما په دې اعلامیه کې ویلي چې افغان میرمنو خپلې غوښتنې نړیوالې ټولنې ته په څرګنده توګه وړاندې کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "په دې کې د دوی د حقونو او آزادیو د بېرته ترلاسه کولو څخه ملاتړ او په نړیواله اجنډا کې د د دوی وضعیت شاملیدل دي؛ په هغه ځایونو کې د دوی استازیتوب څخه ډاډمنتیا ترلاسه کول چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پکې پریکړې کیږي؛ د ژوند ژغورنې مرستو او خدمتونو لپاره د بودیجې برابرول؛ او په هغو پروګرامونو کې پانګونه چې د ښځو د مشرتابه او اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر استازې الیسون ډیویډیان په دې اعلامیه کې ویلي: "موږ د افغان میرمنو او نجونو لپاره داسې راتلونکی نشو منلی چې موږ به یې د ښځو لپاره په بل هیڅ ځای کې ونه زغمو. له عامه ژوند څخه د دوی د ګوښه کولو پر وړاندې زموږ غبرګون په هر ځای کې د ښځو او نجونو سره زموږ د ژمنې ازموینه ده. موږ باید د افغان ښځو سره ودریږو ځکه چې زموږ ژوند دوی پورې تړوا لري."

ډیویډیان وویل: "ملګري ملتونه په افغانستان کې پاتې دي، خپل خدمات یې وړاندې کړي او دې کار ته به دوام ورکړي، او د خپلو شریکانو سره په ګډه به د ټولو افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره کار کوي."

د ملګرو ملتو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې د طالبانو له حکومت پر افغان میرمنو او نجونو د لګیدلو بندیزونو د لرې کولو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره تبعیضي چلند د طالبانو د حکومت په ملاتړ ترسره کیږي.

ولکر ترک د مارچ درېیم ( کب ۱۳) دغې شورا ته په وینا کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د بشري حقونو پر وړاندې ننګونو او ګواښونو یادونه وکړه او افغانستان یې د یو داسې هیواد په توګه یاد کړ چې په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې توپیري چلند د طالبانو د حاکمې ادارې په ملاتړ سره کیږي.

ولکر ترک وویل: "په افغانستان کې ښځې او نجونې د دولت [طالبانو حکومت] پر ملاتړ د جنیست پر بنسټ د توپیري چلند سره چې په نننۍ نړۍ کې بې ساری عمل دی مخ شوي. په مجازي ډ‌ول په خپلو کورونو کې بندیانې دي، هغوی ته د عادي ژوند تیرولو په برخه کې د حرکت، زده کړواو کار په ګډون د لومړنیو او اساسي ازادیو د ورکولو څخه انکار کیږي".

طالبانو لا تراوسه د یوناما دغې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړواو کار باندې بندیز لګولی دی.

طالبانو په دغه موده کې د کور څخه بهر د سفر پرمهال د محرم شتون او د حجاب د اغوستلو د شرطونو په ګډون د ښځو او نجونو پر حقونو نور ګڼ محدودیتونه هم لګولي دي، چې له امله یې په عام ژوند کې هغوی څنډې ته شوي دي.

خو طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو پلي کیدو ته ځانونه پاپند ګڼي. همداشان طالبانو ویلي چې د نجونو او ښځو د زده کړو مسله د افغانستان داخلي مسله ده او دوی هڅه کوي چې دغې مسلې ته په کوردننه حل لار ولټوي.

که څه یونسکو د جمعې په ورځ مارچ اووم( کب ۱۷) په پاریس کې د مارچ اتمې ورځې په مناسبت په یوه غونډه کې د افغان میرمنو او نجونو پر وضعیت خبرې کړي، خو په افغانستان کې سږکال هم تراوسه ددغې ورځې د نمانځنې لپاره د طالبانو د حکومت له خوا کومه رسمي غونډه نه ده جوړه شوې.

د پاریس په غونډه کې د یو شمیر افغان ښځینه فعالانو او د ښځو د حقونو د ملاتړو سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ریچارد بنیټ هم ګډون کړی وو.

په پاریس کې ددې غونډې د جوړیدو هدف د افغان مېرمنو غږ ته "درناوی او په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو د بدیلو لارو چارو موندل ‌"ښودل شوی دی.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ مارچ اتم ( کب ۱۸) د ایکس په پآڼه په یو پیغام کې ویلي چې ښځو ته چې کوم حقونه په اسلامي شریعت کې ټاکل شوي د طالبانو حکومت یې ښځو ته د هغو حقونو په ورکولو باندې ځان مکلف ګڼي.

هغه ویلي: "د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د امارت اولویت دی. نن سبا افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي.د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هيڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري".

ذبیح الله په خپل دغه پیغام کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسلو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.

هغه ویلي: "د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني میرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي، خو باید هیره نشي چې موږ د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي".

همداشان ذبیح الله مجاهد ویلي چې د طالبانو د حکومت محکمې او نورو اړوندو ارګانونو مکلفیت دی چې د ښځو د حقوقو په تأمین کې خپله ټوله هڅه وکړي؛ د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو څخه ساتنه او څارنه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG