د لاس رسي وړ اتصالات

رپورټونه وایي د اسامه بن لادن زوی مړ شوی


حمزه بن لادن
حمزه بن لادن

امریکایي رسنیو رپورټونه خپاره کړیدی چې وایي د القاعده د ترهگرې ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن زوی مړ شویدی

د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن چې د خپل پلار د مرگ نه وروسته د القاعده ځای ناستی گڼل کیده، مړ دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د امریکا دوو لوړپوړو چارواکو د نوم د نه څرگندولو په شرط دا تائید کړیده چې حمزه بن لادن چې په امریکا به یې د بریدونو خبرداري ورکول، د ولسمشر ټرمپ د دورې په لمړني دوو کلونو کې وژل شویدی.

پدغه اړه چې کله خبریالانو د چارشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې "نه غواړي په دی اړه تبصره وکړي."

دا چې هغه چیرته او کله وژل شویدی، لا تر اوسه څرگنده نه ده خو دغه چارواکي وایي چې امریکا د هغه په خلاف په عملیاتو کې رول لري خو دا واضحه نه ده چې څنگه؟

دغه چارواکي دا هم وایي چې حمزه بن لادن د ولسمشر ټرمپ د دورې په لمړني دوو کلونو کې وژل شویدی.

حمزه بن لادن ته د ٢٠١٥ کال د اگست په میاشت کې د "القاعده د زمري" لقب ورکړل شوی و چې د ډلې مقصد به پر وړاندې بیایي.

XS
SM
MD
LG