د پاکستان یوې محکمې د جمعې په ورځ، جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۸)، ددغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د رشوت په یوه قضیه کې پړه وګڼل او خان یې په ۱۴ کاله بند محکوم کړ.
د عمران خان په خلاف شاوخوا ۲۰۰ قضیې ثبت شوي او د ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې په زندان کې دی. د هغه تحریک انصاف ګوند دا قضیې له سیاست څخه د عمران خان د لیرې کولو بهانه بولي.
د جمعې د ورځې د حکم وروسته عمران خان په محکمه کې خبریالانو ته وویل: "زه به هیڅکله معامله ونکړم او نه به مرسته وغواړم."
د رشوت ضد محاکمه اسلام اباد ته څېرمه په هغه زندان کې جوړه شوې وه چې عمران خان پکې قید دی. محکمې عمران خان او د هغه ښځه په دې پړه وګڼل چې دوی د "القادر ټرسټ" په نوم جوړې کړې خیریه موسسې له لارې په ناقانونه توګه پیسې ترلاسه کړي دي.
قاضي ناصر جاوید رانا وویل، "څارنوالۍ قضیه ثابته کړې او خان محکوم دی." هغه عمران خان ته د ۱۴ کاله او بشرا بي بي ته د اووه کاله زندان حکم وکړ.
د بشرا بي بي ویاندې مشعل یوسفزۍ وویل چې د محکمې له حکم وروسته هغه نیول شوې ده. بشرا بي بي تازه له زندان څخه په ضمانت خوشې شوې وه.
د تحریک انصاف ګوند ویلي چې د محکمې ددې پرېکړه په خلاف به د استیناف غوښتنه وکړي.
د محکمې ددې حکم یوه ورځ وړاندې د تحریک انصاف مشرانو او حکومتي مقاماتو په یوه کم سارې کتنه کې د سیاسي بحران د حل په اړه خبرې کړې وې.
عمران خان په مکرر ډول ویلي چې د هغه په خلاف قضیې سیاسي موخې لري او هدف یې واک ته د نوموړي د ستنېدو مخنیوی دی.
د نیول کېدو راهیسې عمران خان له دې وړاندې څلور ځله محکوم شوی چې دوه محکومیتونه یې لغوه شوي او دوه نور یې ځنډول شوي دي.
خو د القادر ټرسټ د قضیې او د لاریونونو د پارولو په تور عمران خان تراوسه په زندان کې پاتې دی.
د وروستې محاکمې پرېکړه درې ځله ځنډول شوې وه چې لامل یې د شنونکو په باور د پردې شاته روان مذاکرات و.
د روانې میاشتې په پیل کې، عمران خان په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي یو بیان کې وویل چې هغه ته "په غیرمستقیمه توګه" په اسلام اباد کې په خپل کور کې د نظربندۍ پیشنهاد شوی دی. خو هغه ټینګار کړی چې د حکومت په خلاف دریږي او غواړي چې ټول تورونه په محکمه کې حل او فصل شي.
شنونکي وايي د پاکستان پوځ ددغه هېواد چارواکي غوره کوي خو پوځي جنرالان بیا په سیاست کې لاسوهنه ردوي.
د عمران خان زیاتېدونکي محبوبیت په اسلام اباد کې هغه کمزوری ایتلافي حکومت نور هم اغېزمن کړی چې د تحریک انصاف د حکومت د جوړېدو په وړاندې خنډ شو.
په ۲۰۲۲ کې له واک څخه د لیرې کېدو راهسیې عمران خان په خپله مبارزه کې په مکرر ډول پر پوځ نیوکې کړي دي.
د ملګرو ملتونو یو پلاوي تېر کاله وموندله چې د عمران خان نیول "قانوني ندي او ښکاري چې موخه یې سیاسي څوکۍ ته د هغه د رسېدو مخنیوی وي."
فورم \ دبحث خونه