د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د تورخم لار د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له خوا د پاکستان په خاوره کې د یوې پوستې د جوړیدو له امله تړل شوې چې د دواړو خوا له لوري ددغې لارې د بیرته پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۸ (کب لسم) اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال هیله وښوده چې دا ستونزه ژر د خبرو له لارې هواره شي.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې دا لار د تیرې جمعې د شپې په ۱۰:۰۰ بجو فبرورۍ ۲۱ (کب درېیم) د پاکستان د سرحدي ساتوونکو له خوا د طالبانو د ځواکونو له خوا تورخم سره نږدې د سرحدي پستو د جوړولو په اعتراض کې په یو اړخیز ډول تړل شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند چې په لومړي ځل یې ددغې لارې د تړلو په اړه خبریبالانو سره خبرې کولې هم وویل چې دا لار د طالبانو د سرحدي سالتوونکو له خوا د یوې پوستې د جوړیبدو په غبرګون کې تړل شوې ده.
هغه وویل: "ستونزه داده چې د افغانستان له اړخه (طالبان) هڅه کوي چې زمونږ په خوا کې یوه سرحدي پوسته جوړه کړي او مونږ له هغوی غوښتي چې د یواړخیزو اقداماتو پرځای دا ډول مسایل د دواړخیزو میکانیزمونو له لارې لکه د همغږۍ د کمیټې له لارې حل کړي".
د یوې اونۍ راهیسې د تورخم د لارې د تړل کیدو له امله د ناروغانو په ګډون مسافرو ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې ډیرې ستونزې راولاړې کړي دي، په تیرو دوو ورځو کې یو شمیر مسافرو ویلي چې د کرښې دواړو خواو ته په سلګونو مسافر د لارې د خلاصیدو لپاره شیبې شماري.
همداشان افغان او پاکستاني سوداګر ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لارې د تړل کیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته تر ۵۰۰۰ پورې په توکو بار لارۍ او موټر بند پاتې شوي دي، چې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته یې زیان رسولی دی.
د افغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو چارواکي ضیاالحق سرحدي د "اې پي" خبري اژانس ته ویلي چې د لارې د بندیدو راهیسې د سرحد دواړو خواو ته د تازه میوو، ترکارۍ او خوراکي توکو په ګډون بار له ۵۰۰۰ څخه زیاتې لارې او موټرې بندې پاتې شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداشان وویل چې هیله لري ترڅو دا ستونزه ژرترژره هواره شي او پردغې لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه بیرته پیل شي.
هغه وویل: " زه خوشبینه یم، چې دا مسایل به حل کړو ترڅو وکولای شو د تورخم د سرحد له لارې سوداګري بیرته پیل کړو".
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د تیرې اونۍ په اوږدو کې ددغې لارې د حلاصولو لپاره د طالبانو او پاکستاني سرحدي چارواکو ترمنځ خبرې پرته د کومې پایلې پاې ته رسیدلي دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد ویلي چې د تورخم لار د پاکستان د حکومت له خوا په یو اړخیز ډول تړل شوې او د طالبانو حکومت هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي. هغه ویلي چې د لارې د بندیدو څخه افغان ترانزیټي سوداګرۍ ته هم زیان رسیدلی دی.
د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت ویلي: "پاکستاني چارواکي چې په خپله خوا کې د بیا رغونې چارې ترسره کوي مونږ هیڅ نه وایو، خو کله چې مونږ څه ترسره کړو هغوی سرحد تړي".
که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبانو د پاکستان په خاوره کې د پوستې د جوړولو اقدام کړی، خو د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي چې دا پوسته یې د افغانستان په خاوره کې جوړوله.
د تورخم سرحدي لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه تر ټولو مهمه ترانزیټي لار ده، بلکې د منځنۍ اسیا او پاکستان ترمنځ هم د سوداګرۍ یوه مهمه لار ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار تړل کیږي، ددې دمخه هم دا لار څو ځلې د سرحدي ستونزو له امله تړل شوې ده. پر دغې لار نه یوازې هره ورځ په زرګونو مسافر د دواړو هیوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي، بلکې په سلګونو لارۍ او موټرې هم د دواړو هیوادونو ترمنځ ترانزیتي مالونه انتقالوي.
فورم \ دبحث خونه