په پاکستان کې چارواکي وايي وسله والو طالبانو په یوې امنیتي پوستې برید کړی او د نیمه پوځي ځواک څلور غړي یې وژلي دی.
برید د یکشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۹) د خیبرپښتونخوا د کورمې په ولسوالۍ کې شوی دی.
یو پولیس مقام د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته وویل چې بریدګر «په ډېرو وسلو» سمبال وو. دغه مقام وویل: «حد اقل څلور امنیتي پرسونل شهیدان شوي او اوه نور ژوبل شوي دي.»
دا برید داسې مهال کېږي چې پدې ایالت کې په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي.
تېره اونۍ په بنو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ دوو ځانمرګو خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټرونه د پوځ د یو مرکز سره والوځول. مقامات وايی په دغه برید کې اووه پوځیان او ۱۳ ولسي خلک وژل شوي دي.
تر هغه مخکې د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې پکې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مشر مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور یې ژوبل کړل.
په اسلام اباد کې د څېړنې او امنیتي مطالعاتو یو مرکز وايي چې تېر۲۴ کال د پاکستان لپاره خونړی و.
د دغه مرکز په اساس تېرکال په بېلا بېلو بریدونو کې ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.
د اکثریت بریدونو مسئولیت د پاکستاني طالبانو غورځنګ، بلوچ بیلتون غوښتونکو او د داعش ډلې منلی دی.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې افغان طالبانو په افغانستان کې اورپکو ته ځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
خو د افغان طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلی.
فورم \ دبحث خونه