د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مالیې وزیره د دوه اړخیزو اړیکو او تجارتي اندېښنو په اړه خبرو لپاره چین تللې


د امریکا د مالیې وزیره د واشنګټن-بیجینګ په اړیکو او امریکایي شرکتونو په اندیښنو باندې د خبرو لپاره چین ته تللې

وزیره جنیت یلین چین ته په خپل لومړي سفر کې نن جمعه جولاۍ اوومه (سرطان۱۶) د دغه هېواد له مقاماتو او سوداګرو له مسئولینو سره ملاقاتونه کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا او چین اړیکې خرابې دي، د امریکايي سوداګرۍ په اړه اندېښنې او نړیوال اقتصادي لیدلوری د هغې په اجنډا کې شامل دي.

دا لومړی ځل دی چې متحدو ایالتونو د مالیې د وزیرې په توګه جنیت یلین چین ته څلور ورځې سفر کوي، واشنګټن هڅه کوي د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ روابط عادي شي او ترمنځ‌ یې د اړیکو یو قوي بنسټ جوړ شي.

د پنجشنبې په ورځ‌ بیجینګ ته له رسېد وروسته هغې په خپل ټویټر کې ولیکل سره له دې چې هر کله ضرورت وي، متحده ایالتونه به د خپل ملي امنیت حفاظت کوي، خو «دا سفر د روابطو [د پيل]، د ناسمو روابطو او ناسم درک [ختمولو] لپاره یو فرصت» دی.

د مالیې وزارت یو چارواکي خبریالانو ته وویل،‌ چې واشنګټن په راتلونکو څو ورځو کې په تګلارې کې د کوم مشخص تغیر تمه نلري، خو د څرګندو او با نتیجه مذاکراتو، چې د نورو خبرو لپاره لار پرانیزي، هیله لري.

نوموړي وویل چې د مالیې وزیره به د جمعې په ورځ د «خلکو په لوی تالار» کې د چین له صدراعظم لي ګیانګ سره وویني او دا د اقتصادي اړیکو په اړه د بحث، د اندېښنو د مطرح کولو او د همکارۍ لپاره د فرصتونو د پیدا کولو چانس ولري.

نوموړې به همدغه راز د چین د مالیې له پخواني وزیر لي‌ هي سره هم وویني او د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ به د اقتصادي وضعیت او نړیوال لیدلوري باندې نظرونه تبادله کړي.

هغه به د امریکا د سوداګرۍ خونې په یوې غونډې کې په چین کې د امریکایي فابریکو له استازو سره هم وویني او دلته به دا فرصت ولري، چې د امریکايي سوداګرو څخه واوري چې په چین کې له کومو ستونزو سره مخامخ دي. تمه کېږي چې جنیت یلین به په دغې غونډې کې د «سالم اقتصادي رقابت» په مفهوم باندې تاکید وکړي. په دې کې هغه څه هم شامل دي چې واشنګټن یې ناعادلانه چارې بولي، چې مارکیټ ته د لاسرسي په مخکې خنډونه او هغه اعمال، چې امریکايي فابریکې په نښه کوې، شامل دي.

په وروستیو کلونو کې دواړو هېوادونو د صادراتو د کنترول، بشري حقونو او ملي امنیت په ګډون د یو لړ مختلفو مسائیلو په اړه په یو بل انتقادونه کړي دي. خو د فرانس پرس اژانس په راپور کې ویل شوي دي چې دا به سخته وي،‌ چې چینايی مقاماتو ته قناعت ورکړل شي چې د متحدو ایالتونو د اعمالو هدف د ملي امنیت ساتل دي، نه په چین باندې اقتصادي ګټه کول.

XS
SM
MD
LG