د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: ایران د موصل ازادي خپل بری گڼې


د عراق پوځ د موصل د نیولو نه وروسته بیرغونه رپوي
د عراق پوځ د موصل د نیولو نه وروسته بیرغونه رپوي

په ایران کې د روحاني مشر یو مشاور ویلي دي چې د اسلامي دولت د ډلې د منگولو نه د موصل د ښار بیرته نیول د تهران بری دی.

علي اکبر ولایتي چې د ایران د روحاني مشر خامینایي مشاور دی، خبریالانو ته وویل "د اسلامي دولت د ډلې نه د عراق د سیمې موصل بیرته ازادول د عراق سره سره د ایران لپاره هم یوه لویه کامیابي ده."

د امریکا د هارورډ په پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه مجید رفیع زاده امریکا غږ ته وویل "د عراقي ځواکونو دغه کامیابي په سیمې کې د ایران د نفوذ په ساتلو کې مهم رول ولوباوه، ایران غواړې چې په سیمه هم هغه هومره نفوذ ولرې چې څومره یې سعوي لري."

هغه زیاته کړه "د اسلامي دولت د ډلې د پیدا کیدو نه وروسته ایران ته لاره هواره شوه چې په سیمې کې د خپلو گډاگیو ډلو د لارې خپل نفوذ ټینگ کړي او خپل جفرافیایي، سیاسي او ستراتیژک اهداف ترلاسه کړي."

د ایران او سعوي عربستان ترمنځ په ورستیو کې اړیکې سختې خرابې شویدي. د دواړو هیوادونو اړیکې تیره میاشت هغه وخت لا نورې خرابې شوې چې سعودي او څلورو نورو عربي هیوادونو د قطر سره دپلوماتیکې اړیکې وشلولې او د قطر د منځوي کولو علت یې دا وښودو چې د ایران او په سوریې کې د شیعه ملیشو سره مرسته کوي.

ایران او قط‏ر دواړو د ترهگرو سره د مرستو دغه تورونه رد کړیدي.

د ایران نفوذ

دوه ورځې وروسته د هغې چې د عراق صدراعظم په موصل کې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د خپل بري اعلان وکړ، د ایران د پوځ لوړپوړي قوماندان جنرال قاسم سلیماني د خپلو عسکرو د رول ستاینه وکړه. هغه وویل "مونږ نه یواځې عراقي عسکرو ته مشورې ورکړیدي خو په دی برسیره مونږ د اسلامي دولت د ډلې په ضد د عملیاتو لپاره د هغوي سره نورې ډیرې مرستې هم کړیدي."

ځینې کارپوهان په دی باور دي چې د ایران د قاسم سلیماني د څرگندونو نه داسې ښکاري چې ایران په عراق خپل نفوذ زیاتول غواړي.

د امریکا د ورجینیا په ایالت کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه رسول نفیسي وایي " ایران د عراق په پوځ کې ځان دننه کړی دی. گڼ شمیر عراقي عسکرو د ایران روحاني مشر ته د وفادارۍ لوړه کړیده او هغوي ځانونه د ایران وفادار بولي."

په واشنگټن کې د چارو کارپوهان وایي چې ایران غواړې د عراق په حکومت نفوذ زیات کړي چې په سیمه کې د نفوذ د زیاتولو په لړ کې ترینه گټه واخلي.

د امریکا نفوذ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې په سیمې کې د ایران زیاتیدونکی نفوذ د نړۍ لپاره خطر دی. د امریکا ولسمشر ټرمپ په تهران کې د اسلامي دولت د ډلې د تیرې میاشتې د بریدونو په هکله وویل چې د ایران حکومت یې مسول دی.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وویل "مونږ خو دا وایو هغه ملکونه چې ترهگر پالې ، اکثره په خپله هم د ترهگرۍ ښکار شي."

د امریکا د دفاع وزیر جم میټیس د ایران په هکله وویل چې د ایران سره د خبرو لپاره دا ضرورې ده چې هلته کې حکومت بدل شي.

XS
SM
MD
LG