د لاس رسي وړ اتصالات

د میانمار جنرالان د روهینګیايي مسلمانانو په ټولوژنې تورن شول


د راپورونه له مخې په روهینګیا کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي
د راپورونه له مخې په روهینګیا کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان وژل شوي دي

د ملګرو ملتونو یوې پلټونکې ډلې د میانمار د پوځ د لوی مشر په ګډون شپږ جنرالان د روهینګیايي مسلمانانو په ټولوژڼې تورن کړي دي.

په ۲۰۱۷کال کې د میانمار یا برما په روهینګیايي میشتو سیمو کې د پوځ دعملیاتو په پایله کې شاوخوا ۷۰۰زره مسلمانان له سیمې وتښتېدل. ځینو دغو کډوالو په ګاونډي بنګله دېش کې پناه واخیسته. روهنینګیايي مسلمانان په میانمار کې دیني لږکي دي. د دغه هیواد اکثریت خلک بودایان دي.

د بشري حقونو او نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس په دغو پوځي عملیاتو کې شاوخوا ۷۰۰۰ روهنګیایان وژلي دي دي او زرګونه نور لا هم تري تم دي.

د ملګرو ملتونو دغې پلټونکې ډلې ویلي دي چې د میانمار د پوځ تر ټولو لوړ پوړ پوړي جنرال مین آنګ هالین د روهنګیايي مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي لارښوونې کړي دي. دغې ډلې ویلي دي چې باید له دغو جنرالانو حساب وغوښتل شي.

په راپور کې راغلي دي چې د میانمار پوځ پر مسلمانو ښځو او ماشومانو جنسي تېري کړي دي. تر دې مخکې امریکا هم د پوځ د دغو عملیاتو په اړه د پلټنې غوښتنه کړې وه، د خو میانمارحکومت دا تورونه رد کړي دي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې له همدې کبله د میانمار پر ځینو پوځي مشرانو بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي، خو د بشري حقونو فعالان وايي چې دا اقدامات کافي نه دي.

د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې داسې مهال دا راپور خپور کړی دی چې تېره میاشت د فیسبوک ټولنیزې شبکې د جنرال مین آنګ هالین او میانمار د ۱۹ نورو پوځي مشرانو پاڼې بندې کړي. دوی معمولآ پر خپلو پاڼو مذهبي توپیر او تعصب ته لمن وهله.

په میانمار کې په عمومي ډول نظامیان ډېر واکمن او ځواکمن دي او آن د پارلمان ۲۵ فیصده یې غړي یې هم نظامیان دي.

XS
SM
MD
LG